fbpx

منطق او استدلال: د انساني پوهاوي غوره لاره

هغوي دواړه زما دفتر ته په بيلابيل وخت کې راغلل. دواړو له مخه سره پيژندل.ډيره موده يې نه وو سره ليدلي. زما دفتر ته راتګ ورته ښه پدې شو چې بيا يې سره وليدل. خبره له دود سره سم له سياسته ياده شوه. دواړو له بيلابيلو سياسي جريانونو سره تړاو درلود. ښکاره ده چې دا مهال دافغانستان په نظام جوړونه کې ښکيل ځواکونه که له فني پلوه پر کور پوره دي، خو له اخلاقي او په تيره بیا له ټولنيز او سياسي اخلاقي پلوه بيخي خوارځواکي او تش لاسي دي.

له بده مرغه زموږ اپوزيسيون هم ديوې ډيري پنډي او پخوانۍ وني په بر کې وده کونکي طفيلي بوټي ته ورته دی چې خپلي ريښې نلري خو د وني په تنه پوري يې ځان ټينګ پيچلی او چې کله ورباندي د وني اوبه او دارو پرچاو شي، دغه بوټی به هم وچ شي.

زما ملګرو بحث سم پيل کړ خو چې څومره منځ ته رسيدل دغومره يې بحث هم لکۍ کږوله، تر دې چې يو له بله سره تند شول، پر يوه بل جريان، دهغه پر مشرتابه او په راوروسته کې يې پر يوه بل رکيک تورونه پيل کړل، تر دې چې د ادې په نومونو يې سره يادول پيل کړل.

زما مثال دغه مهال دتلويزیون د يوه ډير بې صلاحيته او ناکامه پريزينټر وو چې د ميلمنو په غږ کې يې غږ ورک وو.

د دوي دواړو دغاړي رګونه پړسيدلي وو. رنګونه يې تک سره اوښتي وو او سترګې يې د شيزوفرينيا د ناروغانو په څير له حدقې دباندي راوتلي وې. له خولې يې ځګونه سره باديدل او سپيږمې يې سختې سره غورزيدلې!

يو بل ته واي: موږ د نړيوالي ټولنې په مرسته افغانستان ته نظام ورکړ. دهيواد د بیا رغوني کار موپيل کړ.ښوونځۍ مو پرانستلې. ړنګ ملي ارګانونه مو پر پښو ودرول. سړکونه مو قير کړل. ښارونه مو اباد کړل.افغانستان مو دسیالانو سيال کړ…..

دا بل ورته ځواب ورکوي: ځه مړه! له خيټې ګډ يې. ته ګوره او نظام ګوره! پلار دې ښه نظام راوستلی وو چې اوس به يې ته راولې. تاسې اصلا د غلو او داړه مارانو يوه ډله ياست چې اوس د يرغلګرانو پرمټ پر موږ مسلط ياست. بودجه مو اختلاس کړه. پروژې مو خرڅي کړې. کار ددې لپاره نکوﺉ چې هيواد ودان کړﺉ،بلکې له دې لاري خپل کميشنونه را ټولوﺉ.
يو موټی بدماشان،اوباشان، ارذال،کچه، او بې نسله خلک ياست چې په لويديځ کې مو سپي مينځل او دلته دافغانستان او افغانانو دبرخليک ټيکه داران شوﺉ. ملت مو پر ډلو،ټپلو،نژادونو،توکمونو او ژبو ويشلی دی. دخدای حدود مو پايماله کړيدي او هيواد مو عملا يرغلګرانو ته پرې ايښی دی.
دهيواد په ګوټ ګوټ کې يرغلګران دشپې چاپې وهي. خلک وژني،حلالوي اوسپکوي يې او تاسې د واک پرګدۍ ناست خوند پرې اخلﺉ!

د دوي بحث که تردې ځايه پوري وای، ډيره به ښه وای. خو له بده مرغه دوي ډير سره تاوده شول. تردې چې نژدې وه چې زما د دفتر دخيښې جوړ توکي يو پر بل سره مات کړي…..

له ماسره فکر پيدا شو چې موږ ولي برداشت او تحمل نلرو؟ د يوه بل د منلو او تسليمولو خو له موږ سره څه خيال هم نشته. د بل لوري منطق که څه هم ډير به معقول وي، موږ ته قطعاً د منلو وړ نه دی. ترټولو مهمه داچې موږ هريو د ټولنيز چلن د بدلولو خبري کوو،خو په دې کې پاته يو چې دغه بدلون له ځانه پيل کړو. موږ چې دوه پخپل منځ کې يوه خوله او اتفاق کيدای نشو، ټولنه به څنګه يو موټی کړو؟

بحث،مباحثه،مشاجره او مناظره د انساني رايو،چلنونو د تفهيم او پوهيدا ترټولو غوره لاري دي،خو کله چې دا څه پر منازعه واوړي نو ستونزي راولاړوي. منازعه په حقيقت کې د منطق او استدلال د نفي،طرحي او له هغې نه دتيښتې نوم دی. پداسې حال کې چې منطق او استدلال د انساني ډيبېټ او بحث ارواګاني دي.

پام مو کړی دی چې دنړۍ په نژدې شپږو ملياردو انسانانو کې دوه تنه  په يوه رنګ ندي،يوه ونه او جوسه يې نده.انسانان چې کله د رنګ او جوسې له پلوه سره بيل شي، د فکر،نظر،خيال او آند له پلوه هم سره بيل دي او يو والی يې ناشونی دی. نو څنګه به په ملياردونو انسانان د ځمکې پر کرې يو له بله ګډ سوله ايز ژوند سره کوي؟ آيا دا ټول انسانان به يواځې د یوه انسان پرطبيعت سره راټوليږي؟ ښکاره ده چې دا کارناشونی دی!

ښه نوڅه بايدچې وشي….؟

 انسانان به په خپلو ټولنيزو چلنونو کې یو له بله پوهاوی سره کوي. يوه بل ته به قناعت سره ورکوي او په ګډو ټکو به سره راټوليږي. لويديځ ټولنپوهان او لرغوني يوناني ټولنپوهان د انسانانو د مدني ژوند پيلامه هم له همدغه ځايه بولي. دهغوي پر آند انسانان په لومړي سر کې سره تيت پرک اوسیدل.بيا يې يوه بل ته اړتيا سره پيدا شوه. سره ويې موندل.ګډ توکي يې سره وموندل.په ګډو ټکو سره سلا شول. د ګډو ټکو لپاره يې لاسونه سره ورکړل او پدې ډول مدني انساني ټولنه رامنځته شوه. دوي دغې ټولنې ته د ټولنيز تړون يا Social Contract  نوم ورکړ.

يوه له بله د انسانانو قناعت او پوهاوی، پر ګډو توکو او ټکو د هغوي رايوځای کول په حقيقت کې د استدلال پرمټ شوني دي. استدلال د کره منطق يا Logic زيږنده دی.

لوی خدای جل جلاله دکايناتو او په تيره بيا د انسان دتکوين، تخليق او پرځمکه د هغه د خليفه ټاکلو پرمهال پرښتو ته په ډاګه کړيده چې: وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً (او کله چې ستا رب پرښتو ته وفرمايل چې زه په ځمکه کې خليفه ټاکم.) نو دغه مهال پرښتو د بشريت طبيعي جوړښت ته په کتلو سره استدلال وکړ:

قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ

(پرښتو وويل چې آيا ته داسې څوک په ځمکه کې خليفه ټاکې چې هغه به هلته فساد کوي او وينه به بهوي؟)

ګواکې ددغې پيښې په بيانولو کې د لوی خدای جل جلاله حکمت دادی چې انسانانو ته په تکويني اُمورو کې د پرښتو له استدلال نه وښيي چې هغوي پخپل ټولنيز ژوند کې د يوه بل په خبره او آند د پوهيدو لپاره له ورته لارو چارو کار واخلي.

پرښتو هم ددې لپاره چې پدغه تکويني امر کې خپل قناعت په ډاګه کړي وويل: وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لک

(او موږ بیا هم ستا پاکي بيانوو په حمد ويلو سره او ستا سپيڅلتيا بيانوو!)

ګواکې پرښتو دانسان پر خلافت باندي دهغه د فطري کمزوريو له مخې د خپل تامل سربيره بيا هم د لوی خدای جل جلاله پريکړې ته د تسليم سر ټيټ کړ او ددې پر ځای چې دا بحث پسې وغزوي دالله تعالی تسبيح يې بيان کړه.

لوی خدای جل جلاله ددې لپاره چې خپل بندګان نور هم پوهه کړي دغه کيسه يې پر دې ډول مخ پر وړاندي بيولي: قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ

موږ ددې پرځای چې خپل بحثونه او ډيبيټونه په پورتنۍ الهي پيمانه کې وتلو، بس خپلې خبري ته مو سرټمبه کړی وي او ددې سوګند مو خوړلی وي چې خپل مخالف ته به ماتي ورکوو!
پداسې حال کې چې کيدای شي ستا مخالف د استدلال او منطق له پلوه تر تا ډير بډايه وي.

په انساني ټولنه کې د انساني اديانو اړتيا هم په بديهي ډول ددې لپاره رامنځته شوي چې انسانانو دخپلو عقلونو له مخې يو له بله سره پرګډو ټکو اتفاق نه کاوه. تل به سره په جنجال او اختلاف وو. دوي هرڅه دخپلو عقلونو او شخصي اذواقو په تله کې تلل. دوه آندونه سره ورته نه وو. لومړنۍ انساني جګړه له همدې ځايه پيل شوه. ادیان داسې څه دي چې د تاريخ په اوږدو کې د بشر اکثريت ورباندي راټول شوی دی. ګواکې دين د ټول بشريت لپاره يو ستر ګډ توکی او ګډ ټکی دی.

موږ سره له دې چې يو له بله دومره ستره ګډه ښیګڼه لرو، بيا هم قناعت نه سره کوو!

کراچۍ،۲۴  مارچ ۲۰۱۲

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د