افغانستان

تاجکستاني پوليسو د عبدالرووف ابراهيمي اوښی د مخدره موادو د قاچاق په تور وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د تاجکستان پوليسو هغه افغان قاچاقبر وژلی، چې غوښتل يې له افغانستانه دغه هېواد ته نشه يي توکي وليږدوي.

يوې باوري سرچينې ويلي، چې وژل شوی قاچاقبر د ولسي جرګې د رييس اوښی دی.

د کندز ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې د ابراهيمي اوښي د يو پوليس افسر په ملتيا غوښتل، چې له افغانستانه څلوېښت کيلوګرامه هيرويين تاجکستان ته يوسي چې د تاجکستان سرحدي ساتونکو پرې ډزې وکړې، د ابراهيمي اوښی يې وواژه او د پوليس افسر په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

سرچينه زياتوي، چې د عبدالرووف ابراهيمي وژل شوی اوښی احمد شاه نوميږي او پوليسو يې مړی ځايي سپين ږيرو ته سپارلی. ویل کېږي، چې ډېر احتمال شته د هغه ملګری پوليس افسر هم وژل شوی وي.

د يادونې وړ ده، چې ډېری واليان، وزيران او نور لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي د نشه يي توکو په لېږد کې ښکېل بلل شوي او ډېری چارواکي د خپلو نږدې دوستانو او خپلوانو په واسطه د نشه يي توکو د قاچاق سوداګري کوي.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي، چې افغانستان کې د پخوا په پرتله د مخدره موادو کښت او قاچاق پنځوس سلنه زيات شوی او ډېری دولتي چارواکي په دغو کړنو کې مستقيم او غير مستقيم ښکېل بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پخواني لوړپوړي چارواکي معين رووف RT سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د امریکایانو له یرغل وړاندې هم په افغانستان کې کوکنار کرل کېدل؛ خو د وخت د حاکم، ملا محمد عمر مجاهد په فرمان سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کرکیله بنده شوه.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په خپل ۲۰۱۴ کال راپور کې وايي، چې افغانستان لا هم د نړۍ ۹۰سلنه تریاک تولیدوي. په ۲۰۱۳م کال کې افغانستان ۲۰۹زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرلي وو چې سږکال ۲۲۴زرو هکتارو ته رسېدلي.

په ۱۳۹۳ کال کې، د افغانستان په تاریخ کې د مخدره موادو د قاچاق له مخې «بې سارې» و. دا هر څه داسې مهال کېږي، چې امریکایان ادعا لري چې افغانستان کې يې د مخدره موادو د محوې لپاره ۶،۷ زره میلیونه ډالر لګولي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

له همدی امله نن د ولسی جرگی مجلس کی یی غیر حاضر وه جنازی ته به تللی وه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x