سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ (۱۵برخه)

حامد افغان

ملګرتیا داسي وي

ابو بکر رضي الله عنه وایي: د هجرت په مهال یو وخت زه سخت تږی وم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې پۍ راوړې چې اوبه ورسره ګډي وې، ورته ومې ویل: يارسول الله وڅښه، هغه چې وڅښلې زه هم موړ شوم . فشرب النبي صلى الله عليه وسلم حتى ارتويت. تقریبا هر ملګري د خپل ملګري په خوراک او څښاک خوشالیږي، او داسي حالت بیا بیخي نادر او ډېر د تعجب وړ ده چې د یوه ملګري په مړیدلو سره د بل تنده ختمه شي!!، د دنیا له پیدایښ نه ترننه پوري انساني تاریخ د ملګرتیا داسي بیلګه شاید ونه لري.

اخلاص

سدو اکا د سهار له لمانځه وروسته د جومات دیواله ته ډډه ووهله، کم وخت یې شونډي وښورولې، ملا صیب ته یې وویل: یاره ملاصيب بیګا سي تاجودو ته راپورته شوم د باندي ووتلم او .. سدو اکا د خپلو تهجدو کیسه په زور او زیر سره وسپړله، دومره تفصیل به مخکي ده نه ورکاوه، نن د ملاصيب څو ملګري ميلمانه وو ځکه یې تفصیل مهم وباله.د ملاصيب یوه مولوي میلمه خبري پیل کړې، وروسته یې د مسئلو او وعظ رنګ ورکړ، او د خبرو په ترڅ کې یې د سلفو د اخلاص په برخه کې د حسان بن ابي سنان رحمه الله په ژوند څو خبري وکړې.

حسان بن أبي سنان (60هـ/160هـ)رحمه الله مشهور تابعي دی، ابن الاثیر کاږي: ده مختلف کتابونه ژباړلي و، ځکه عربي، فارسي او سرياني ژبي یې ښې زده وې، ویل کیږي ده به د مریونو پوره کورنۍ واخيستله هغوی به یې په ځان خبر هم نه کړل او ازاد به یې کړل.

سزا

لیوه ویل: واښه شنه دي، خره ویل: نه ژیړ دي، د دواړو مخالف نظرونه دعوه شوه او دعوه د ځنګله پاچا ته ورسيدله، د عدل د پرېکړي مجلس تیار شو، د ځنګله مخلوقات ټول رایوځای شول او زمري د لیوه او خره د دعوې حل داسي اعلان کړ:

ليوه ګرم دی په یوه میاشت بند محکوم شو، او خر نه دی ګرم ځي دي خپل کار دي کوي.لیوه سخت غوسه شو پاچا ته یې وویل: ولې واښه ژیړ دي شنه نه دي؟!!، زمري وویل: نه شنه دي، لیوه وویل: بیا زه ولې ګرم او خر بري شو؟!!

زمري وویل: د وښو خبره یوه اړخ ته کوو، ته ځکه ګرم یې چې له خره سره دي بحث کاوه .

کاپي پیسټ

یوه استاد وغوښتل خپل شاګردان په یوه خوږه ټوکه وخندوي، نو ویې ویل: هغه میرمن چې زما ښځه نه وه د هغې په غیږ کې تیري کړې شپې مې د ژوند تر ټولو خوږې شپې وې!، شاګردان د ده خبري ته هک حیران پاته شول، خو استاد یې زیاته کړه: زه د خپلي مور په غیږ کې روزل شوی یم.. شاګردان یې پوه شول، او د استاد له ټوکي یې خوند واخیست .

په مجلس کې یو ساده ګل ناست و، چې کورته ولاړ ویې غوښتل د استاد ټوکه کاپي او پیسټ کړي، ميرمني یې ماښامنۍ تیاروله ده ورته وویل: هغه میرمن چې زما ښځه نه وه د هغې په غیږ کې تیري کړې شپې مې د ژوند تر ټولو خوږې شپې وې!.. څه وخت وروسته .. په روغتون کې د ساده ګل خپلوانو ته ډاکټر زیری ورکړ چې له لس ساعته عملیاتو وروسته یې د هغه له سر نه د چاینک چوښتی په کامیابي سره وکیښ!! .

د بلخ شرابي!

کیسه کا: د بلخ علماو د شرابي په اړه پرېکړه کړې وه چې هغه ته به د قرانکریم د کوم سورت د تلاوت ویل کیږي، که یې تلاوت کولی شوی خو ښه او کنه حد به پرې جاري کیږي، نو د بلخ یوه امیر ته یو شرابي راوستل شو هغه ورته وویل: ” قل یا ايها الکافرون ” سورت ووایه، شرابي ورته وویل: لومړی ته “الحمد لله ” راته ووایه!، امیر چې “الحمد لله رب للعلمین ” وويلې شرابي ورته وویل: ودریږه صیب! تاسو دوه غلطي وکړې، یو دي اعوذ بالله ونه ویله، او د ځیني امامانو په نزد بسم الله د الحمد لله یو ایت دی هغه دي هم ونه ویله، امیر وشرمیدی، پولیس ته یې دوه دری څپېړي ورحواله کړې او ورته ویې ویل: موږ درته ویلي و شرابي راوله! تا د بلخ قاري راوستی دی؟!. المبسوط للسرخسي.

عوامي فقه

په مطاف کې مې سړی ولید نیم سر یې خرېیلی و او نیم پاته و، ډېر بد ښکاریدی، مال: دا ولې؟! ول: ځان ته مې عمره وکړه اوس یې مور ته کوم.

د بوډۍ عقیده

په یوه ښار کې شور او رش جوړ و، یوې بوډۍ پوښتنه وکړه: دا څه چل دی؟ چا ورته وویل: یو داسي عالم راروان دی چې د الله په وجود 1000 دلایل بیانولی شي، د هغه هرکلي ته خلک تیاری نیسي، بوډۍ ورته وویل: پریږدئ یې، د ده په زړه کې 1000 شکونه پراته دي ..

امام فخر الدین الرازي الهروي(پیدا: 543 هـ،/مړ: 606 هـ) رحمه الله ټول عمر په فلسفه، منطق او عقليت کې تیر کړ، په دې کړکیچنه لاره کې یې له شک او حیرانتیا پرته بل څه ونه لیدل، وروسته د قران علم ته متوجه شو، او د قرانکریم مشهور تفسیر یې ولیکه، دی چې کله فطرت ته ستون شو هغه مهال یې دا مشهوره خبر کړې ده: څوک چې د بوډیو غوندي دین او عقبه خپله کړي هغه بریالی دی.(من التزم دين العجائز فهو الفائز).

سپږن

سپږن له سپږو نه د خلاصون په نیت ډاکټر ته ورغی، ډاکټر ورته وویل: ماخستن د خوني پنکه تيزه چالان او ورته ویده شه، همداسي یې وکړل، سهار سپږن واوریدل یوې سپږي ویل: بيګا سخت توفان راغی خو په خیر تيرشو کوم ځان تاوان یې رامنځته نه کړ.

بیا ډاکټر ته ورغی او د سپږي له خواشینوونکي پیغام نه یې خبر کړ، ډاکټر ورته وویل: دا ځل موټر کې سپور شه او سر له کړکۍ اوباسه، همداسي یې وکړل، وروسته یې له سپږي واوریدل ویل یې: بیګا لا سخت توفان راغی او په خیرت پای ته ورسید.

دریم ځل ساده شپږم بیا ډاکټر ته ورغی او کیسه یې ورته وکړه، ډاکټر ورته وویل: نن ماخستن د بل چا په بالښت سر ورسره کیږده او ویده شه، په دې ډول به ستا ټولي سپږي هغه ته ورشي، همداسي یې وکړل، سهار یې د سپږي دا اعلان واوریده: بیګا مو له بل قوم سره سخته جګړه رامنځته شوه، بریا زموږ په نصیب شوه او له هغوی نه مو 500 بندیان کړل…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د