نظــر

د جنازې په مراسمو بمبار دولت ته نوی اختار

خبیب پکتیاوال

د تېرو ۱۴ کلونو راهیسې زموږ مظلوم ملت د امريکا وحشيانه اشغال لاندې شپې او ورځې سبا کوي داسې ورځ په دې بدبخته ملت په کوم کور کې نشته چې هلته د شهيد کورنې دخپل شهید سرته ناسته نه وي ، تېره ورځ دښمن يو ځل بيا خپله کرغيړنه څيره هيوادوالو ته وښوده ،په غزني ،ننګرهار،خوست او کندز کې په لسهاوو بې ګناه ملکيان په شهادت ورسول، د دغې وحشتناکې پیښې قربانیان او ټول افغانان دا پوښتنه کوي چې آخر تر څوبه مو د هیواد کلي اوښارونه د دا ډول بوږنوونکو پیښو صحنې وي؟

ترڅو به مو په هیواد کې د بې ګناه انسانانو د وینو ویالې بهیږي؟
ایا مونږ د دې لپاره پیداشوي یو چې ووژل شو ، وسوځول شو او دبمبار کولو څخه مو کفار خوند واخلي؟

نن ورځ په ټول هیواد کې يو داسې څوک نشته چې ځان خوندي احساس کړي،دا څه وحشت ده ،ودونه مو په غم ،جنازې مو په غم ،اخترونه مو په غم لنډا دا چې موږ هره ورځ په غم ده .

کله چې دتېرې ورځې دخوست بوږنونکې پیښې څخه خبر شوم ډير خفه شوم بل لور ته یهودو ميډيا چې منشاء يې اسرائيل او امريکا څخه ده ،دې بريد بل رنګ ورکړ چې جنازه د يو طالب قومندان وه او امريکايي بې پيلوټه طيارې پرې بمبار کړي ،هو همداسې وه جنازه د طالب قومندان وه ،خو د جنازې کوونکې ټول ملکيان او د سيمې خلک ول ،پدې جنازه کې طالبانو ځکه برخه نه اخيستله هسې نه چې د جنازې په مراسمو کې د اربکيانو او د کابل ادارې پوليسو سره جګړه جوړه نشې ،پدې بمبار کې د ۴۰ پورې ملکيان شهيدان دي ،يوازې د ددوو کورنيو ۱۱ تنه شهيدان دي.

زما اصلي پوښتنه د حکومت پلوي ادارې يوناما څخه ده چې هر وخت ملکې تلفات شميره د ارګ په فرمایش جوړوي،ايا دخوست وژل شوي دا ملکيان ندي نو څوک دي ؟که دا ملکيان نه وي او طالبان وي نو د جنازې په مراسمو د بريد اجازه لري ؟

يوناما يوازې په کابل کې بهرني ډمان ،اربکيان يا محلي مليشې او استخباراتې مامورين ملکيان بولي نو دا ښکاره خبره چې د طالبانو سره په لمړي خط کې همدا خلک جنګيږي،دوهم که تاسو سره دداسې بريدونو اجازه وي نو دولت د خبر اوسې چې خپلو چارواکو جنازې به مو په همدارنګ په وينو لړلی وي .

نو په افغانستان کې د جګړې ښکېل اړخونه که د اسلامي ارشاداتو پیروان او که د بشري وضعي قوانینو منونکي دي باید د جګړې په ساحه کې د ولسي خلګو ژوند ژغورلو ته جدي توجه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

زه فکرنکوم سی داگیلی یاپوشتنی سی له یوناما اونورودولتی اورگانونوسخه کیزی گته دی ولری دلته بی له جهادی صفه سی بایدلوی اوکوشنی سی دتوپک داخستلودی ودریزواودکفرپه بچیانوخپلی سینی یخی کوبله چاره نلرواونه هم سته

خالد

پدي هر څوک ښه پوهيګي چي يوناما د امريکا له لوري جوړه شوي اداره ده که هر څه وايي د امريکا په مفاد يي وايي ،ليکوال هسي لدي اداري نه ګيله کوي او یا ورته فرياد کوي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x