نظــر

پر ١٤ اسلامي هېوادونو دامريکا او اسرائيلو يرغل

س سيرت

د يويشتمې پيړۍ دمخه به انګريز داستعماري قوتونو څخه شميرل کيده چې لمر به يې په لاس کې لرلو هېوادونو کې راښته او ډبيده له هغې دورى وروسته روسيې روسانو او دادى ديوې لسيزې راپديخوا امريکايي واکمنوپه اسيا او خليخ کې دبربريت جارى ساتلو په موخه په يو او بل هېواد يرغلونه پيل کړيدى .

امريکا او اسرائيل غواړي په اسلامي هېوادونو ديرغل په صورت کې خپلو موخو ته ځان ورسوي چې ديوې خوا د خامو تيلو نړيوالې ذخيرى لاس ته راوړي او له بلې خوا په نړۍ کې داسلام دپرمختګ په وړاندې ډول ډ ول کړنې وکړى دتيرو ٢٥ کالو راپديخوا امريکا او اسرائيلو د اسلامي هېوادونو پر خلاف په خپلو کې اتحاد کړى او غواړي يو پر بل پسې اسلامي هېوادونو دخپل يرغل او استعمار لاندې راولي چې تراوسه پورې امريکا او اسرائيلو ١٤ اسلامي هېوادونو باندې يرغلونه کړي او په خپلو بمباريو سره يې ددى اسلامي هېوادونو اوسيدونکى نيولى ، ژوبل کړى او وژلي دي .

امريکا او اسرائيلو د ٢٥ کالو راپديخوا پر فلسطين ، لبنان ، شام ، اردن ، مصر ، تيونس ، سوډان ، لبيا ، سوماليا ، يمن ، افغانستان ، پاکستان ، عراق او ايران بآندې دعراق او ايران په جګړه کې غير مستقيم يرغل کړيدى خو يو شمير رسنيو دعراق ايران په جګړه کې په مستقيم ډول دامريکا بمبارى په ګوته کړيده دامريکا او اسرائيلو لخوا پر اسلامي هېوادونو ديرغل لويه بدبختي داده چې دى دواړو اسلام دښمنه هېوادونو پر ١٤ اسلامي هېوادونو يرغل او بمبارى کې له نورو اسلامي هېوادونو مرسته لاس ته راوړي ده معنى دا چې دامريکا او اسرائيلو سره ديوه اسلامي هېواد په يرغل کې خپله بل اسلامي هېواد دلارې او هوايي اډې په ورکولو مرسته کړيده او دا داسلامي امت لپاره لويه بدبختي ده چې يو اسلامي هېواد دخپل مسلمان ورور هېواد په مقابل کې دکفري هېوادونو سره مرسته کوي.

دلته مونږ په اسلامي نړۍ کې داسلام دمرکز سعودي عربستان پيکه پاليسۍ ته اشاره کوو چې هيڅ وخت يې ديوه اسلامي هېواد دځپلو او يرغل پر مهال دکفري او ظلم هېواد په مقابل کې داعتراض لاندې راځي يوازيني لامل ئې دسعودي عربستان چوپتيا ده.

که سعودي عربستان وغواړي پر خپل مسلمان هېواد دخپل اسلامي فرض په پوره کولو دننګ او غيرت دريځ خپل کړي هيڅ وخت به امريکا ، اسرائيل او يا بل کفري هېواد پر کوم مسلمان هېواد يرغل ونکړي اسلامي هېوادونو باندې چې يرغلونو شوي او يا اسلامي هېوادونه د نورو کفرى هېوادونو امريکا او اسرائيلو لخوا ځپل شوى څومره مسلمانان پکې په شهادت رسيدلي دمسلمانانو لپاره دسعودي عربستان او يا نورو کفري هېوادونو سره ديو شمير نورو اسلامي هېوادونو مرستې دى چې پر اسلامي هېواد ورته د يرغل زمينه برابروي.

امريکا په سعودي عربستان ، يمن ، کويټ ، عمان ، قطر ، ترکيې ، پاکستان ، متحده عرب امارات ، افغانستان ، يمن ، عراق ، ليبيا ، جبوتي ، تاجکستان ، ازبکستان ، چاډ ، سوماليه پدې يا دو هېوادونو کې امريکا پوځي هډې دهمدې اسلامي هېوادونو دواکمنو په همکارى جوړ کړيدى پر افغانستان چې امريکا يرغل کاوه ديرغل لار او هوايي اډه ورته پاکستان ورکړه بيا چې يې پر عراق يرغل کاوه ديرغل لار او هوايي هډه ورته ترکيې ورکړه پر عراق دبحرى ( سمندرى ) لارى دومره هوايي بمبآرى ندى شوى لکه دترکيى دانجر ليک هوايي هډې نه چې شويدى .

امريکا په همدې پاکستان بيا تر دې دمه له ٣٠٠ څخه زياتې بې پيلوټه هوايي بريدونه کړيدى او دشمالي وزيرستان خيبر پښتونخوا مسلمانان يې پکې شهيدان کړيدى .

يمن چې په کې ٩٩ سلنه مسلمانان دي امريکا د ٢٠٠٩ راپديخوا پدې بې پيلوټه بريدونه پيل کړى چې دادى اوس پرې دسعودى عربستان په نامه پرلپسې هوايي بريدونه کوي پر افغانستا چې ٩٩ سلنه پاک سوچه اسلامي هېواد دى د ٢٠٠١ څخه راپديخوا يې دهر کور څخه د بمباريو په کولو جنازى پورته کړى ديوه رپورټ مطابق تر ٢٠١٥ پورې امريکا پر افغانستان تر ١٧٠٠٠ زيات بمونه غورځولي چې افغانستان يې دباردو په اور کې سوزولى دى له ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١٢ پورې اسرائيلو پر سوډان او تردى دمه دفلسطين پر مسلمانانو مرګونى بريدونه کوي.

دسوډان او فلسطين مسلمانانو زړونه چې دخپلو شهيدانو دشهادت پر وخت څومره درد کوي و اسراييلى پوځونه هوايي بمبارى غندى دومره دسعودي عربستان په چوپتيا اعتراض او غندنه يې کوي دغربي پرمسلمانانو چې اسرييلى پوځونه کومه بمبارى کوي ښځې او ماشومان يې په اور کې سوزوي پدې اعمالو ديوه اسلامي هېواد چوپتيا او په ځانګړى توګه د O.I.C هېوادونو سعودى عربستان چوپتيا او پيکه دريځ دافسوس مقام دي دلويديځ هېوادونو اتحاد چې دناټو په نامه يې د اسلامي هېوادونو دځپلو دپاره کړيدى او په کامل اتحاد هر اسلامي هېواد يې په هر ډول يرغل په نظر کې نيولي هر وخت چې وغواړي په استانبول کې ددفاع وزيرانو غونډه کولى شي خو بيا هم O.I.C سعودي عربستان خپل اسلامي هېوادونو دامريکا او اسرائيلو يا نورو غير اسلامي کفرى هېوادونو ديرغل څخه دخلاصون په غرض په رياض کې راټول نکړل شول .

د کفرى هېوادونو ترمنځ په هر حالت کې داسلامي هېوادونو يرغل لپاره مرسته او همکاري وي نړيوالو ته به روسيه او امريکا دوه رقيب هېوادونه ښکاري خو دافغانستان په اړه يو دبل سره لومړى دروسانو سره امريکا او بيا دامريکا سره روسانو همکارى وکړه چې دادي په ذهني لحاظ دکمونستانو په موجوديت سره دروسانو او په وسلوال لحاظ سره افغانستان دامريکا ديرغل لاندې دى ترهر څه لومړى چې سعودي عربستان او بيا نور هېوادونه دامريکا او اسرائيلوڅخه داسلامي هېوادونو ديرغل څخه دخلاصون لار پيدا کړي يوازې سعودي چې خپل تيل په کفرى هېوادونو بند او اسلامي هېوادنو سره داسلامي ورورګلوي فرض پوره کړى بيا به همدا ١٤ ديرغل لاندې اسلامي هېوادونه دامريکا او اسراييلو څخه دتل لپاره ازادى ترلاسه کړى .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعالم

په فارسی کی یو متل وای خودم به خودم کردم که لعنت به خودم باد خو دا اوس هم دادی امریکا توله اسلامی کشورونه په جنگ سره اخته کری دی

rehmat jan

هغه متل ده وای اورله خپلی لمنی اخستل کیزی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x