نړۍ

شمالي وزيرستان کې امريکايي بې پيلوټه اته کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د شمالي وزيرستان شوال سيمه کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې اته تنه وژلي او څو نور يې ژوبل کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې امريکايي جاسوسي الوتکې د شمالي وزيرستان شوال سيمه کې پر يو کور توغنديز بريدونه وکړل، چې له امله يې اته تنه ووژل شول، څو نور يې ټپيان کړي او کور هم په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

ځايي خلک وايي، چې اوس هم هوا کې جاسوسي الوتکې پروازونه کوي او خلکو کې وېره او ترهه خپره ده.

د وژل شوو کسانو هويت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د يادونې وړ ده، چې روانه اونۍ کې د امريکايي الوتکو دا دوهم بريد دی، چې د شمالي وزيرستان شوال سيمه کې کيږي.

د روان جون په اوله نېټه هم د امريکايي بې پيلوټه په بريد کې څلور تنه وژل شوي وو.

امريکا ۲۰۰۴ز کال راهيسې د پاکستان قبايلي سيمو کې له څلور سوو زيات بې پيلوټه بريدونه کړي او تر اوسه په کې د سلګونو مخالفينو تر زرګونو ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د امريکا براون پوهنتون په خپل تازه راپور کې ويلي، چې ۲۰۰۱ز کال راهيسې د امريکايي جګړې له امله يو لک کسان په افغانستان او له ۴۹زرو زيات په پاکستان کې وژل شوي او همدومره شمېر نور ټپيان هم دي.

پاکستاني چارواکي بې پيلوټه بريدونه د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا خلاف بولي او په دې اړه يې څو څو ځله ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو غونډو کې د امريکايي بې پيلوټه بريدونو مخالفت کړی، مګر د پاکستاني چارواکو ډيپلوماتيکو هڅو تر اوسه په دې اړه څه ګټه نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x