افغانستان

باميانو کې لسګونه نجونې مسمومې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د باميان ولايت پنجاب ولسوالۍ کې د يوې ليسې لسګونو نجونې مسمومې شوي دي.

د پنجاب ولسوالۍ د عامه روغتيا چارواکي وايي، چې نن له غرمې وړاندې د نجونو يوې ليسه کې له دېرشو زياتې زده کوونکې مسمومې شوي او د ګڼو نجونو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

پژواک خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د مسموم شوو نجونو شمېر دېرش نه، بلکې له ۹۰ هم زيات دی او ټولې مسموم شوې نجونه د پنجاب ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د ليسې مدير غلام نبي وايي، چې امنيتي چارواکو د ليسې د ټولګيو پلټنه کړې، مګر تر اوسه يې داسې څه نه دي موندلي، چې د پېښې لامل ترې معلوم کړای شي.

تېر کال هم پنجاب ولسوالۍ کې له پنځوسو زياتې نجونې مسمومې شوې وې او د پنجاب يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې کېدای شي، دا پېښه هم هغې پخوانۍ پېښې سره تړاو ولري.

د باميانو چارواکي وايي، چې ځينې کړۍ هڅه کوي، چې د پنجاب ولسوالۍ په ګډون د ټول باميانو د پوهنې چارې له ستونزو سره مخ کړي.

د يادونې وړ ده، چې څو څو ځله د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د ناڅرګندو کړيو له لوري نجونې زده کوونکې مسمومې شوي او يا يې په مخونو تېزاب اچول شوي، مګر حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې د پېښې عاملين ونيسي.
طالبانو څو ځله د رسمي اعلاميو له لارې په دغسې پېښو کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

دادطالبان کار بلکل نده اونه طالبان داسی کارکیی زه فکرکوم داکارونه سی دافغانستان بیلوبیلوولایاتوکی باربارتکرارسویده عاملین یی پخپله حکومتی چارواکی دی

شهاب

زه خو وایم چه دا بیچاره گانی خو مظلومی دی دا کار چه هرسوک کوی شاید هیس توجیه ونلری زکه دتعلیم کول کومه گناه نه ده بلکی ثواب هم ولری. راغلو دی ته چه دا چا مسمومی کریدی زما په اند دا به هغه چا مسمومی کریوی وی چه غواری چه په بامیانو کی هم د دشغالگرانو یوه پایگاه باید جوره شی تر سو هغوی ته دا وشی چه دادی بامیان هم نا ارامه دی دلته باید توجه وشی که نه نو لدی زایه ته موسی قلعه اویاهم توره بوره جوره شی بیابه یی علاج نه وی . بل داچه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x