نړۍ

پاکستاني طالبان وایې : دپارلمان پرغړوبه بریدونه وکړي که دناټورسدته یې لارپرانستله

r 

دتحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې که یې پارلمان دناټولپاره داکمالاتي موادو دلیږد اجازه ورکړي نودوي به دپاکستان دپارلمان هریو غړي په خپلوبریدونه کې هدف وګرزوي . احسان الله احسان وایې دوي انتظارباسي اوچې کله یې هم پارلمان دپاکستان له لارې دناټو اکمالاتي لار بیاپرانیزي دوي به دپارلمان غړي اوټول هغه کسان ترخپلوبریدونه لاندي ر اولي کوم چې یې په دې لاره کې دخلاصون هڅه کړي وي .

دیادوني وړدي چې له څه مودي راهیسي پردغه موضوع دپاکستاني چارواکواوسیاستمدارانوترمنځ تودي خبری رواني دي ترڅودغه لار بیاپرانیزي اودپاکستان ،امریکا ترمنځ شکیدلي اړیکي یوځل بیافعاله شي . پاکستان دناټوپررسدوروسته له هغه بندیزولګاوه چې کله یې دتیرکال دنومبرپه میاشت کې دناټوپه یوهوایې بریدکې ۲۴ تنه عسکرووژل شول . دلاري دبیاخلاصیدولپاره پاکستانی چارواکوشرط لګولي وو چې یوبه امریکایې چارواکو پردغه پیښه بخښنه غواړي اوبل به له دي وروسته په قبایلي سیموکې دبې پیلوټه الوتکوبریدونه نه کیږی خو تردامهاله یې امریکایانو غوښتنوته مثبت غبرګون نه دي ښودلي نه هم ډرون بریدونه بندشوي اونه یې هم بخښنه غوښتي دي.

ندیم توخي  

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close