طالبان په دوبۍ کې له افغان مخورو شخصیتونو سره ګوري

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو سیاسي دفتر استازي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې له ځینو مخورو افغان شخصیتونو سره ملاقاتونه لري.

ذبیح الله مجاهد وايي چې دا غونډې د روانې میلادي میاشت په ۶ او ۷ تاریخ دایریږي، چې هدف یې د نظر تبادله، د اشغال خاتمه، د اسلامي نظام د راتګ لپاره زمینه سازي، او د افغانانو ترمینځ خپلمنځي اعتماد ټینګښت دي.

نوموړي همدا راز ویلي چې د دغو هلوځلو موخه دا ده چې د «اشغالګرو د ناوړه تبلیغاتو» مخه ونیسي او د هیوادوالو او نړیوالو له اذهانو څخه د طالبانو په اړه تشویشونه لیري کړي.

د ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له افغان شخصیتونو سره د لیدنې کتنې په مټ به وکولای شي خپل سیاسي نظر او رڼه پالیسي مختلفو سیاسي، فرهنګې او علمي شخصیتونو ته ورسوي.

نوموړی زیاتوي چې د دغو لیدنو کتنو له لارې غواړي «د افغانستان د مظلوم ملت په نمایندګۍ د تیر او اوسني مقدس جهاد د ارمانونو د تحقق په لاره کې د هیواد مختلف قشرونه له ځانه سره ملګري کړي».

ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې د دوی استازي له چا سره ملاقاتونه لري خو څه موده وړاندې د ولسي جرګې پخواني غړي سید اسحق ګیلاني ویلي وه چې ډیر ژر به یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونه په دوبۍ د طالبانو له استازو سره وویني.

طالبانو سږکال د عزم عملیاتو له پیلولو سره جوخت په سیاسي برخه کې هم خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي.

په دوبۍ کې د طالبانو او افغان شخصیتونو د ملاقات راپور په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د طالبانو یو هیئت تازه په ناروې هیواد کې د افغاني ټولنو له یو شمیر غړو سره کتلي دي.

ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو په شمول ګڼ شمیر افغان مخور شخصیتونه او سیاستوال له طالبانو سره د کتنې او ملاقات د موندلو هڅه کوي، خو طالبانو په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د حکومت په استازیتوب له هیچا سره خبرو ته حاضر نه دي، اما په شخصي او انفرادي توګه یې د هر افغان پر مخ دروازې خلاصې دي.

ياده دې وي نږدې څوارلس کاله د طالبانو اړوند دولتي رسنيز تبلیغاتو د ځینو عامو وګړو په شمول د سیاسیونو نظر هم بدل کړی دی، خو ځیني کتونکي باور لري چې ښايي طالبان له افغانانو سره په ورته مخامخ ناستو کې د ډېرو هغو نظرونه بدل کړي چې د یو طرفه تبلیغاتو ښکار او فکري محاصره دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه
rehmat jan

طالبان ددی ملت اصلی بچیان کوموکسانوته چی ددوی په اری منفی تبلیغات سوی اوهغوی یی ترتاثیرلاندی راغلی دی زه باورلرم سی دداسی کتنوپه صورت کی به یی تشویش ختم سی ان شآءالله