احمدولي مسعود زیاتوي، په افغانستان نه سیاستوال او نه هم ولس پوهېږو چې پر کوم لورې په حرکت کې دي

مسعود: ګډ حکومت ملي نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د «احمدشاه مسعود»د بنسټ مشر، احمدولي مسعود په خپلې وروستۍ مرکه کې پر ګډ حکومت سختې نیوکې کړې دي. مسعود، له یوه کورني ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې اوسنی حکومت ملي نه دی.

ښاغلي مسعود وویل: «حکومت ګیج دی، تګلاره نه شته؛ کله چې د سولې سفیر د جګړې وزیر شي، ولس هم ګیج کېږي چې موږ کومې خواته روان یو».

احمدولي مسعود زیاتوي، په افغانستان نه سیاستوال او نه هم ولس پوهېږو چې پر کوم لورې په حرکت کې دي.

د مسعود په باور اوسنی حکومت د «ملي یووالي» نه بلکې یوه «پروژه» ده چې د صحنې تر شا مدیران یې مبهم دي. احمدولي د حکومت په تړاو خپل باور داسې بیانوي: «یو کمزوری، څو ډلې، یو داسې حکومت چې هېڅ تفاهم نه لري، داسې حکومت چې واحد نظر نه لري، داسې حکومت چې د افغانستان په تړاو سترې لوبې نه شي مهارولای او داسې یو حکومت چې ولس ته ځواب نه شي ویلای».

مسعود پر ګډ حکومت د نیوکو په لړ کې وايي: «په لومړیو کې موږ د ملي یووالي حکومت هرکلی وکړ؛ خو اوس چې ګورو، یوازې د ملي يووالي نوم دی، حقیقت کې ملي یووالی نه شته».

سره له دې چې د ګډ حکومت له پیله نهه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم حکومت نه دی تونېدلی والیان وټاکي. په دې وروستیو کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله پر ګډ حکومت نیوکې زیاتې شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د