افغانستان

ولسي جرګې غړی: امریکايي بمبارۍ کې ټول وژل شوي «ملکي خلک» دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی «حیدرجان نعیم زوی» وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

نوموړی وايي چې د سیمې خلک د کوچیانو یو قومي مشر جنازې ته راغلي وو چې امریکايي الوتکو پرې بمباري وکړه.

ښاغلی نعیم زوی زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي شامل دي، چې په خبره یې د سیمه ټول خلک یې پیژني چې ځايي اوسیدونکي وو. نوموړی وايي:

«قومي مشران یې وژلي دي، بې ګناه خلک یې وژلي دي، دوی هیڅ داسې سند نه لري چې وژل شوي کسان د دولت مخالفین دي».

دولسي جرګې غړی وايي چې د پیښې په اړه یې د خوست امنیتي چارواکو سره اړیکه نیولې او هغوی ورته په ځواب کې ویلي چې «مونږ ته امریکایانو وویل چې دلته مخالفین دي».

ښاغلی نعیم زوی ټینګار کوي چې امریکایان او دولتي چارواکي داسې ثبوت نه شي وړاندې کولی چې په بمبار کې یې طالبان وژلي.

وړمه ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکو د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د جمعې تر لمانځه وړاندې د جنازې مراسم په نښه کړل چې د راپورونو له مخې ۳۴ ولسي کسان یې په شهادت ورسول.

د یادونې وړ ده چې امریکایانو د ۲۰۱۴ کال په پای کې د «نظامي ماموریت» د سر ته رسولو اعلان وکړ او په همدې ژمنه یې د ګډحکومت له تشکیل څخه سمدستي وروسته له افغان چارواکو په امنیتي تړون باندې لاسلیک واخیست، خو لا هم امریکایان په ولسي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

تر اوسه ګډ حکومت د خوست د وروستۍ پیښې د بر رسۍ به موخه د پخوا په شان کومه تحقیقاتي کمیټه نه ده ګومارلې. په امنیتي تړون کې د امریکايي عسکرو د قضايي مصونیت پراساس د ګډحکومت مشر له امریکا څخه د ولسي وژنو د سپیناوي غوښتلو قانوني حق نه لري.

د هغې سرشمیرنې له مخې چې د امریکايي واټسن موسسې لخوا ترسره شوې، د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره ملکي افغانان وژل شوي، چې امریکا او افغان حکومت په خپل وخت کې هر برید په مخالفینو بللي او په کې وژل شوي کسان یې طالبان ګڼلي دي.

تېره اونۍ اشرف غني له امریکا او ناټو څخه مننه ادا کړې وه چې په افغانستان کې یې د څوارلسو کالو په ترڅ کې، د ده په تعبیر، مالي او ځاني «قرباني» ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعالم

خدای دی شهادت قبول کی لعنت دی وی په دا امریکایی حکومت

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x