په ماشومانو کې د درد اندازه معلومولو سافټ وییر جوړ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): په عام ډول ډاکټر درد ته له یو څخه تر لسو پورې درجه ورکوي. د دغې سوال ځواب مشرانو ته ډیر زیات اسان وي خو ماشومان بیا خپل تکلیف او د درد اندازې په اړه څه نه شي ویلی او یا هم په سم ډول يي نه شي تشریح کولی.

کله کله ماشومان له زیات درد او ناروغۍ له امله ژاړي خو مور او پلار هم نه پوهیږي چې ماشوم ولې ژاړې او یا هم د بدن په کومه برخه کې درد احساسوي.

همدا ستونزې نظر کې نیولو سره د پوهنتون په روغتو کې کار کوونکی هوانګ او ملګري يي په سویتزرلینډ کې داسې یو سافټ وییر جوړ کړی چې د مخ ۴۶ احساسات بیانولی شي.

دغه سافټ وییر له پنځو څخه تر ۱۸ کلونو عمر لرونکو ۵۰ کسانو چې د اپنډیکس او لیپروسکوپي په ناروغۍ اختل ول باندې ازمویل شوی.

دغې ازموینې کې د ماشومانو مخ له وقفې سره درې ځلي وکتل شو او د هغوي د درد اندازه او احساسات وڅیړل شو. د دغې سافټ وییر په مرسته د ناروغانو د مخ احساسات له عملیات څخه یو ورځ، څلور اونۍ او یو کال وروسته وڅیړل شول.

ډاکټرانو خپل دغه څیړنه د کامرې په مرسته ثبت کړی. د دغې څیړنې په جریان کې ډاکټرانو د سافټ وییر په مرسته د ناروغ احساسات معلومول او همداراز له ناروغ څخه يي هم د هغې درد او حالت په اړه پوښتنې کولې.

د ناروغ په واسطه ویل شوی د درد اندازه او یا هم د ډاکټرانو او نرسانو لخوا معلوم شوی د درد اندازه او د ناروغ احساس د سافټ وییر په وسیله معلومه شوې اندازې سره ډیر کم توپیر درلود.

دغه سافټ وییر د ډاکټرانو لخوا تایید شوی. ډاکټرانو د دې سافټ وویل په اړه وویل چې دغه سافټ وییر کولی شي د ماشومانو له ډاکټر او یا هم په کور کې د مور او پلار سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د