ټکنالوژي

۵۱۲ ګیګابایټ (GB) وړتیا لروونکی میموري کارډ معرفي شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): له دې وړاندې تر ټولو زیات وړتیا لروونکی میموري کارډ یا (microSD) د سان ډیسک (Sandisk) کمپنۍ لخوا له ۲۰۰ ګیګاباټ وړتیا سره وړاندې شوی و.

اوس یوې کمپنۍ چې نړیوال شهرت او لاسته راوړنې نه لری او مایکروډیا (Microdia) نومیږي یو بل میموري کارډ له ۵۱۲ ګیګابایټ وړتیا سره معرفي کړی.

دغه نوی میموري کارډ د میموري کارډ په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي ځکه چې زیات شمیر لیپ تاپونه له ۵۰۰ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره کاروونکو ته وړاندې کیږي خو اوس کاروونکي کولی شي یوازې یو کوچنی میموري کارډ کې خپل ټول مهم معلومات وساتي او له ځانه سره يي هر ځای له کوم خنډ پرته انتقال کړي.

د مایکروډیا کمپنۍ خپل دغه میموري کارډ کې له یو ایچ ایس (Ultra High Speed (UHS)) ټکنالوژي څخه استفاده کړې او له ایس ډي ۴.۰ (SD 4.0) سټنډرډ لرلو سره یوه غوره او پیاوړی میموري کارډ ګڼل کیږي.

دغه ځانګړی وړتیا لروونکی میموري کارډ چې د ټکنالوژي په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره معرفي شوی ۱۰۰۰ امریکايي ډالره بیه لري چې کیدی شي دغه بیه نړیوالو بازارونو ته له وړاندې کیدو سره یو څه ټیټه شي.

کمپنۍ ویلي چې د یو کال په موده کې به د دغې میموري کارډ بیه ډیره زیاته ټیټه شي او په نړیوالو بازارونو کې به هر کاروونکی وتوانیږي دغه میموري کارډ وپیري او ګټه ترې پورته کړي.

د ټکنالوژي کارپوهانو په وینا دغه نوی میموري کارډ به د کاروونکو زیات شمیر خنډونه له منځه یوسي. د نړۍ مختلف سمارټ فونونه له ۱۶-۳۲ ګیابایټ وړتیا سره وړاندې کیږي خو له دې وروسته د سمارټ فونونو کمپنۍ هم کولی شي خپلو سمارټ فونونو کې دغه میموري کارډ ځای پر ځای کړي.

د لیپ ټاپ استعمالوونکي خپل معلومات او مهم فایلونو د انتقال لپاره باید خپل لیپ ټاپ له ځان سره وګرځوي خو د دغې میموري کارډ په مرسته به وکولی شي خپل د لیپ ټاپ ټول معلومات او شته فایلونه یوازې په یو کوچنی چېپ کې له کوم خنډ پرته له ځان سره انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x