افغانستان

د پنجشير، سمنګان او کاپيسا لپاره هم نوي واليان وټاکل شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د پنجشېر، سمنګان، او کاپيسا لپاره نوي واليان وټاکل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد عارف سروري، د پنجشېر، سيد محمد خالد د کاپيسا او محمد هاشم زارع د سمنګان د نوو واليانو په توګه ټاکل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې نوي ټاکل شوي واليان د پوهې او تجربې لرونکي دي او په خپلو دندو کې به بريالي وي.

د يادونې وړ ده، چې د واليانو ټاکل د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له خوا تر سره کيږي، مګر تر اوسه دغې ادارې د نوو ټاکل شوو واليانو په اړه څه نه دي ويلي او يوازې د اشرف غني له لوري اعلان شوي دي.

وړمه ورځ هم ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې په تېروتنه مېرمن معصومه مرادي د ميدان وردګ لپاره د والي په توګه اعلان شوې وه، مګر وروسته څرګنده شوه، چې په خبرپاڼه کې تېروتنه شوې او نوموړې د ميدان وردګ نه، بلکې د دايکنډي والي ټاکل شوې وه.

همدا رنګه د زابل لپاره محمد انور اسحاقزی د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د پنجشېر نوی ټاکل شوی والي محمد عارف سروري د نظار شورا غړی و او د کرزي د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې د لنډې مودې لپاره د ملي امنيت رييس و او له هغې وروسته د مشرانو جرګې غړی هم پاتې شوی دی.

د سمنګان نوی والي د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د جوزجان والي و او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګل اغا شېرزي دوهم مرستيال و.

او د کاپیسا والي سيد محمد خالد پېژندل شوې څېره نه ده، د ژوند ليک په اړه يې څه معلومات نه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x