افغانستان

د ښار جوړونې وزارت شپږ ممنوع الخروج اعلان شوي غړي تښتېدلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ښار جوړونې وزارت شپږ ممنوع الخروج اعلان شوي غړي له هېواده تښتېدلي دي.

د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کميسيون مشر زلمی زابلی وايي، چې د اداري فساد ضد رياست له لوري د ښار جوړونې وزارت ممنوع الخروج اعلان شوي شپږ غړي له هېواده تښتېدلي دي.

د ښاغلي زابلي په وينا د ښار جوړونې رييس احمد شاه همت، د کور جوړونې د تصدي رييس نواز بختياري، د لوړپوړيزو ودانيو د انسجام د دفتر مشر محمد امين قانع او مالي مسؤول امان الله سادات، د ښار جوړونې د املاکو رييس محمد امين امين او د دغه وزارت د پلان رييس ګل رحيم زيارمل له هېواده په تېښته بریالي شوي دي.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون مشر ښاغلي زابلي پر حکومت تور ولګاو، چې حکومتي چارواکي د اداري فساد درج شوې قضيې نه څېړي، چې له امله يې په فساد اخته چارواکي خپلو اختلاسونو او فساد ته دوام ورکوي.

تېره ورځ د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي وه، چې د کابل بانک قضيې ممنوع الخروج اعلان شوي تورن د يو شمېر زور واکانو په واسطه له هېواده تښتېدلي دي.

د کابل بانک په قضيه کې د تښتېدلو تورنو کسانو نومونه او شمېر رسنيو ته نه دی را رسېدلی.

د کابل بانک په تورنو کسانو کې د ولسي جرګې د وکيلې شکريه بارکزۍ خاوند عبدالغفار داوي هم دی او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، چې شکريې بارکزۍ خپل مېړه له هېواده ويستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x