
کندز کې يو څارنوال ووژل شو
نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندز ولايت مرکز کې يو څارنوال ووژل شو.
د کندز ولايت وياند عبدالودود «واحدي» رسنيو ته ويلي، چې د کندز ولايت يو څارنوال عبدالحليم نن سهار نهه نيمې بجې له کوره د دفتر پر لور روان و، چې امام صاحب بندر سيمه کې يې پر موټر چاودنه وشوه.
د واحدي په وينا چاودنه د چسپکي ماين په واسطه شوې، چې له امله يې څارنوال عبدالحليم وژل شوی او زوی يې ټپي دی.
تېره اونۍ هم د تخار ولايت اشکمش ولسوالۍ څارنوال سيد محمد له خپل زوی سره له کوره د دفتر پر لور روان و، چې لاره کې ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې.
په دغه بريد سيد محمد او د هغه زوی ځای پر ځای وژل شوي وه.
دا لومړی ځل نه دی، چې قاضيان، څارنوالان او يو شمېر نور چارواکي له خپلو زامنو او د کورنۍ نورو غړو سره يو ځای وژل کيږي.
يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، چې چارواکي د خپل امنيت او د مخالفينو د توجه بدلولو په موخه د کورنۍ غړي او زامن له ځان سره ګرځوي او کله کله د پېښې پر مهال چارواکي سره د هغه زامن او دوستان هم ووژل شي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.