نظــر

طالبانو د ملاقاتونو لړۍ ولي ګړندۍ کړې ده

لیکوال: سید شریف

پرون مي پرالاماره ویبپاڼه تر دې سرلیک لاندي چي (د اسلامي امارت یو پلاوي په ناروې اودوبۍ کي له یو شمېر هیوادوالو سره لیده کاته کړي) بیانونه ولوستل، د طالبانو په دغه رسمي بیانیو کي راغلي چي د اسلامي امارت د سیاسي دفتر یو پلاوي په ناروې اوبل یی په دوبۍ کي له ځینو افغانانو سره په دې خاطر لیدلي چي د هغوی نظرونه واوري،طالبانو ویلي چي ددغه ډول ناستو څخه یې موخه داده چي د یرغل د خاتمې او افغان ولس د سوکالۍ لپاره د هر افغان نظر واوري او ورسره خپل موقف  هم  د مختلفوسیاسي شخصیتونو سره شریک کړي، همدا راز په بیانیه کي ویل شوي چي طالبان غواړي ددغه ډول غونډو له لاري ټول جهتونه او شخصیتونو داسلامي نظام راوستلو کي همکارۍ ته چمتو شي او کوم خلګ چي د طالبانو د حاکمیت څخه اندیښنه لري د هغوی اندیښنو ته  قناعت بخښونکي دلایل وړاندي شي .

اوس پوښتنه داده چي طالبانو ولي دغه ډول ناستو ته ډیره پاملرنه کړې ده،څه وخت مخکي په قطر کي د پګواش کنفرانس کي طالبانو دافغانستان د مختلفو سیاسي جهتونو او شخصیتونو سره دوه ورځنۍ غونډه وکړه او دافغانستان درواني کشالې  په اړه یې خپل دریځ روښانه کړچي د ګډونوالو دپراخ هر کلي سره مخ شو.

زما په نظر طالبان یا جهادي مقاومت  دپرله پسې لیدنو کتنو څخه  لاندي اهداف ترلاسه کول غواړي :

اول :طالبان غواړي چي خپله خبره، خپل نظر، خپل دریځ په خپله خوله خپلو هیوادوالو ته ورسوي او هیوادوالو ته ډاډ ورکړي چي موږ د افغان ولس  دټولو قومونو او قشرونو ښځینه او نارینه غړو ته ټول هغه حقوق ورکوو چي د اسلام مقدس دین ورکړي دي .

دوهم :طالبان تمه لري چي د افغانانو سره د ملاقاتونو له لاري  هغه انديښنې رفعه کړي چي ددوی په اړه د مختلفو لاملونو له امله ورسره پیداشوي دي .

درېیم : طالبان په دې موخه دغه ډول ناستو ترجیح ورکوي چي ددوی په اړه هغو تورونو او افواهاتو ته ځواب ووایې چي  نړیوالي میډیااو مختلفو استخباراتي شبکو خلګو ته پیچکاري کړي دي .

څلورم : طالبان غواړي چي نړیوالو او هیوادوالو ته وښیې چي دوی د جګړې شوقیان نه دي،جنګ دوی نه دی پیل کړی،بلکي پرې تپل شوی دی،یرغلګرو او افغانو ملګرو یې د ټولو بین المللي قوانینو او بشري حقونو پرخلاف د افغانانو د خوښي اسلامي نظام ړنک کړی، په سلهاوو زره ولسي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړي، کیمیاوي او بیلوژیکي وسلې یې استعمال کړي،په لسهاوو زره هیوادوال یې په کلونو کلونو بې له محاکمې په پټو او ښکاره زندانونو کي ساتلي، د خلګو کورونه، کلي، باغونه او حاصلخیزه فصلونه یې  په لوی لاس ویجاړ کړي  اونور  .

پنځم : طالبان غواړي چي د بیان ازادۍ تر چتر لاندي د حاکم یو طرفه سانسور په تیارو کي روښانه کړي چي دوی  د افغانستان د ازادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت په خاطر د وسله والي مبارزې تر څنګ پر سیاسي تفاهم هم باور لري، جګړه پر دوی تحمیل شوې ده،دا د امریکې په مشري ټلواله وه چي هرڅه یې دجګړې او خشونت له لاري غوښتل، طالبانو د سپټمبر د یوولسمي دپیښي په اړه امریکایې چارواکو ته واضح وویل چي د جوش پر ځای له هوش څخه کار واخلي، خو دغرور پرنیلي سپرو ( بوش،دیک چیني،ټونی بلېر، رمسفیلډ او …..)د طالبانو پر سالم منطقي وړاندیز غوږ هم ونه ګراوه او پر افغانستان یې وحشیانه یرغل وکړ .

شپږم : طالبان غواړي د هغو افغانانو له ذهنونو څخه  چي د شرعي حدودو په اړه ډار لري، همدا خیالي ډار او بیم محوه کړي  او هممهاله روښانه کړي چي شرعي حدود او قصاص دبشریت ژوند او امنیت تضمینوي، د ظالم څخه د مظلوم حق اعاده کوي او د سوکالۍ او ورورګلوۍ فضاء حاکموي  او …..

اووم : طالبان په دې پوهیږي چي پر نړیوالي میډیا مسلط دښمن  یې په پرله پسې ډول هڅه کوي چي داعیه یې کمرنګه کړي، نړیوال او افغانان وډاروي چي که طالبان واک ته ورسیدل  دژوندله اسانتیاوو به بې برخي شي، بشري او مدني حقونه به یې سلب شي اوامنیت به یې له سترو ننګونو سره مخ شي .

پورته ذکر شوو ټکو ته په پام سره طالبان غواړي چي له خپلي هغي برحقي داعیې څخه دفاع وکړي چي دترلاسه کولو لپاره یې افغان ولس په میلیونونو سرونه قربان کړي، معیوب شوي  او دهجرت او جهاد سختو لارو ته یې ترجیح ورکړې ده .

زه ( ددې کرښو لیکوال) د یو افغان په توګه چي د نیواک پای ته رسیدل، د اسلامي نظام نفاذ او دافغان مظلوم ولس سوکالي او ښیرازي مي عمده ارمانونه دي، جهادي مقاومت ته مشوره ورکوم چي نور هم دنړیوالو او افغانانو سره رسمي او غیر رسمي ملاقاتونو ته ډیره پاملرنه وکړي، ځکه د افغان ولس د امید سترګي یوازي او یوازي تاسي ته منتظري دي، چي اسلامي نظام به اعاده کوئ، امنیت به راولئ، عدالت به قایموئ، او په ټوله کي دشهیدانو، کوڼدو، یتیمانو،زخمیانواو اسیرانو د ارمانونو ممثل اسلامي او افغان شموله نظام به حاکموئ،نو د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره  باید دټولو ممکنه لارو څخه  استفاده وشي .

دتاسف ځای دی چي نړیوال څه چي یو شمېر افغانان  لاهم تراوسه پوري طالبان د احمد رشید غوندي ژورنالیستانواو شنونکو له خولې او قلم څخه پیژني چي شپه او ورځ په امریکایې سفارتونو کي درویزه ګري کوي، نوبنا دوخت اشد ضرورت دی چي طالبان خپل ځان مخامخ، په کتابي او شفاهي توګه خپله خلګو ته ور وپیژني .

دجاپان، فرانسې،قطر، ناروې اودوبۍ له  کنفرانسونو اوناستو  او نورو سیاسي هلو ځلوڅخه داسي ښکاري چي طالبانو دوخت همدغه ضرورت محسوس کړی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x