نظــر

دبرما دمسلمانانو جرم ..؟

لیکوال: استاد یوسف

برما يا ( ميانمار ) دنړي ددوه سترو هېودانو  (چين او هند) سره په پوله پروت هېواد دی  ددې هېواد په اراکان کې دروهنګيا په نامه مسلمانې پرګنې له نه زغمېدونکو ربړو او ناخوالو لاندې شپې سبا کوي .

دغه مسلمانان چې دخپل هېواد نژدې ٪۲۰ برخه تشکيلوي  اوس نه بلکې  له پېړيو پېړيو راهيسې دمرګ په ژرنده   ميده کيږي

ددې مسلمانو قبيلو  ډله ايېزې وژنې،غوڅ شوي سرونه ، ژوندي سوځېدل اوپه ژوندانه پوستکی ترې جلا کول  دټول مسلمان امت روحونه نا ارامه کړي دي.

دنړي پر مخ ترټولو بدنصيبه همدغه مظلوم انسانان دټول بشريت خصوصا دمسلمانانو په غاړو کې دپېغور په څېر پراته دي.

داچې دظلم دغه بې پايه سلسله په کوم جرم روانه ده  ؟ دې مسلمانانو کوم جنايت کړی ده؟  په ټول تاريخ کې به يې له دې پرته بل جواب ونه وينئ چې دوئ فقط مسلمانان وو.

دلته اسلام هم دکوم اسلامي جنرال دجګره ېزې بريا په شکل نده راغلی چې دابودايان يې دانتقام لپاره يوه بهانه وګرځوي بلکې داسلام رڼا په اتمه مېلادي پېړۍ کې دهارون رشيد دخلافت په اوږدو کې ورته رارسېدلې  هغه هم دځينو مسلمانوعربو سوداګرو په برکت  چې دې سيمې ته به دتجارت لپاره راتلل  خو اسلامي اخلاقو له دومره ښايست او محبوبيت څخه برخمن کړي وو چې ددې ځای دخلکو ورسره ژوره مينه پيدا شوه  ناسته ولاړه يې ورسره ډېره شوه مسلمانان شول خپلوۍ يې سره وکړي او په همدې شکل داسلام نه بېلېدونکی پيوند اراکان ته چې  اوس مهال  دميانمار يو ښار ده  ورسيد  داپيوند په ټول عروج سره داراکان تر زړه پورې ورسېد او په لږه موده کې اراکان اسلامې رنګ خپل کړمسجدونه  ډېر شول ،اسلامي زده کړو وده وکړه . ښځو اسلامي حجاب خپل کړ…
داسلام په تيزۍ سره خپرېدلو دبرما بودايانو ته ژورې انديښنې ورواچولې  او دهغوئ په سينو کې يې داسې اور بل کړو چې په خواشينۍ سره  لکونه مسلمانان يې دمرګ تر کومې تېر کړل.

اراکان چې د برما يا ميانمار په لويديځ کې پروت ښار ده  په لومړي ځل په ( ۱۴۳۰ م ) کال کې هغه مهال چې  لا دبرما برخه نه وه دسليمان شاه په لاس  ديوه ازاد اسلامي دولت دتأسيس ډبره پکې کېښودل شوه .

سليمان شاه اصلا داراکان له بودايي مذهبه خلکوڅخه وو کله چې برمايي بودايان اراکان ته داسلام او مسلمانانو دځپلو په  هوډ په يرغل راغلل  داراکان هغه بودايان يې هم ونه بښل چې مسلمانانو سره يې اړيکې نسبتا ښې وې يا هم مسلمانانو ته په حقوقو قائل وو  سليمان شاه هم له هغو بودايانو څخه وو خپل نوم يې ( نراميخله ) وو  .

له تيري ګرو برمايي بودايانو څخه يې دغور مسلمان پاچا (جلال الدين شاه ) ته پناه يوړله  نراميخله (۲۴) کاله  دسلطان جلال الدين شاه  په رعيت کې تېر کړل په ترڅ کې يې داسلام مبارک دين هم ومنلو له جلال الدين شاه څخه يې داراکان دازادولو لپاره مرسته وغوښته .

سلطان جلال الدين شاه هم د(ولي خان ) په مشرتوب (۵۰۰۰۰) کسيز لښکر ورسره واستولو  دې لښکر اراکان دبرما له بودايي يرغلګرو څخه  ازاد کړ په نتيجه کې اراکان دلومړي ځل لپاره اسلامي رياست او سليمان شاه  يې حاکم  شو.

له (۱۴۳۰ م) کال څخه تر (۱۷۸۴ م ) پورې اراکان يو اسلامي رياست وو  پرلپسې (۴۸) مسلمانو واکمنو  حاکميت ورباندې کړي .

برمايي بودايانو يوځل بيا په ( ۱۷۸۴م )کال کې اراکان لاندې کړ دمسلمانانو مسجدونه ،مدرسې اوکورونه  يې ونړول ملکيتونه يې غصب کړل هيڅ داسې څه  يې پرېنښودل چې تر مسلمان پورې يې تعلق وو بالمقابل يې بودايی مذهب  ته دترويج لارې برابرې کړې  مسلمانان يې په زوره اړ کړل چې بودايي مذهب ولولي او وه يې مني.

مسلمان امامان يې ونيول برما ته يې په اسارت واستول تر څلور مياشتو پورې په بند کې وساتل وروسته له څلور مياشتو چې په رنګا رنګ تعذيبونو ورکولو يې بيا هم دخنزير په غوښه خوړلو اړ نه شوای کړی  شهيدان يې کړل.

ډير نور عام مسلمان بنديان  يې دغلامانو په څېر جنګونو کې استعمال کړل مسلمانان ذبحه کېدل ،حلال خوراک څخه منع کېدل مذهبي مراسموته نه پرېښودل کېدل

دغه يرغل بيا هم لکونه مسلمانان ووژل لکونه يې اسيران کړل او ميلينونه يې وطن  پرېښودلو ته اړ کړل او بنګله ديش ته يې هجرت وکړ.

څومره هم چې داقضيه څېړې دبې وزلو مسلمانانو دمرګ له تسلسل څخه علاوه بل څه نلري.

برما هم کوم  وضاحت ته ضرورت نه لري  دبرما دعسکري حکومت دانصاف پېژندنې لپاره  خپاره شوي عکسونه او وېډيوګانې کافي دي  .

 

اوس هم ژوندي پاتې مسلمانان دبرما له بودايي عسکري حکومت څخه  يواځې دخپل پلرني ټاټوبي دتابعيت ترلاسه کولو  غوښتنه لري  غواړي دبنګله ديش دکډوالو له کمپونو څخه بېرته  خپلو پلرنيو کليو ته راشي خپل ژوند دتوحيد تر سيوري لاندې په ارام پر مخ بوځي  خو برما نه يواځې داچې  دهغوئ جائزو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي ډآډ ورکړي بلکې په برما کې پاتې مسلمانان هم نه پريږدي چې يا خو په سالمه توګه متبادل ځای ژوند وکړي او يا په خپلو کورونو کې  سوکاله ژوند ولري  سربېره پر دې  يې ټولې نړۍ ته دمظلوميت  دنمونې په څېر وړاندې کوي .

داچې نړيوالو بشر پالو ټولنو دبرما يي مسلمانانو غږ څومره اورېدلی ده او څومره مرسته يې ورسره کړې  ..؟ډېره خواشينونکې ده .

مسلمانې او غير مسلمانې نړیوالې ټولې هڅې يواځې تر لفظي ملاتړ،شخړو او بيانونو پورې محدودې دې هرمسؤل طرف غواړي په غندلو يې ځان خلاص کړي  يايې  ملګرو ملتونو ته ستونزه دحل لپاره دکاغذ په مخ نمبر ته وسپاري چې بيا يې په خپل وار سره ګوندې  ملګري ملتونه دخواخوږۍ دغه اوښکې وويني رحم يې راشي او دخپل ټول تاريخ برعکس دبرما دمسلمانانو مرسته وکړي .

خو داټولې هيلې دي چې هيڅکله به په حقيقت بدلې نشي دمسلمان داژوبلی او وژلي وجود به همداسې په رسنيو کې دمظلوميت چغې وهي په خپل انسانيت به شرميږي او دمرګ دا وېرونکې لوبه به همداسې دبودايانو لخوا روانه وي .

بايد څرګنده شي چې تراوسه يې هيچا هم دژغورنې لپاره رغنده رول ندی لوبولی هيڅ کوم نړيوال سازمان ، مسلمان ملک،جهادي ډلې،فلاحي تنظيم ،خيريه ټولنې  دنړي ددې بدنصيبه قوم  اوښکې ندي پاکې کړي .

په ټولنيزو رسنيو کې چې داردوګان نوم څومره ياديږي  يا يې دبرما دمسلمانانو دلاسنيوي په اړه عکسونه خپريږي محض ځان په دهوکه کې ساتل دي  داهڅې دهغوئ دژغورنې لپاره په نشت حساب دي.

دغه برمايي مسلمانان هم له نړۍ څخه مايوسه دي  دکوم محمد بن قاسم،طارق ابن زياد او محمود غزنوي تمه له چا څخه نلري فقط دنسبتا ارام مرګ لپاره  دخپل ژوند شيبې لنډوي.

مسلمان حکمرانان چې په کوم غفلت کې ډوب دي اندازه نلري دهغوئ له دې ستونزې سره هېڅ تړاو نشته   ځکه حق يې نشي پوره کولای غمرازي ته هغوئ ضرورت نلري البته مسلمان ځوانان بايد له دې غميزې څخه الهام واخلي او د انسانيت احساس  لکه دخپلو بې حسه مشرانو غوندې ونه وژني .

ګنې  خدای مکړه صبا په مونږ هم دا ورځ راتلونکې ده …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

زه خو چی د برما د مسلمانانو حالت ګورم ډير زړه لړزونکی دی اخر دومره ظلم داسی ظلم خو تر اوسه اسراییلو غاصبو هم نه وو کړی خدایه د مسلمانانو په حال رحم وکړی

نقیب الله سلیمانخیل

زه نقیب الله سلیمانخیل غواړم چی ستاسو دایمی او یو فغال ملګری شم نو که چیرته زما دا غوښتنه و منی نو ډیره مهربانی به وی. او زه ستاسو له احساساتو او پښتون ولی نه ډیر خوشحاله یم چی همیشه د خپل مسلمان ملت غمخور او په اسلامی احکامو ولاړ یاستی دا مونږ ته د افتخار ځای ده. وسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x