افغانستان

هلمند: په نوزاد ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې

ch47 chinookنن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځیدلې.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي دغه الوتکه د طالبانو په راکټ سره هغه مهال وویشتل شول، کله چي بهرنيانو په سیمه کې عملیات تر سره کول.
نومړي زیاته کړې چي د الوتکي د راغورځیدلو له کبله شاوخوا ۳۰ بهرني عسکر وژل شوي دي.
د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي الوتکه د مخالفینو د ډزو له کبله نه ده را غورځېدلې،

بلکي د تخنیکي ستونزو له کبله یې بیړنۍ ناسته په داسي حال کې کړې ده، چي د پيښي په وخت په سیمه کې د مخالفینو کوم ډول فعالیت نه دی تر سترګو شوی.
باید وویل شي چي ایساف هر وخت د داسي پيښو وروسته وايي چي الوتکي بیړنۍ ناسته کړې، خو طالبان یې بیا د ویشتلو ادعا کوي.
د ایساف په خبرپاڼه کې ویل شوي چي دوی لا د پيښي په تحقیقاتو بوخت دي، او کله چي بشپړ معلومات را ټول شي د رسنیو سره به یې شریک کړي.

هلمند ولایت د واشیر په ولسوالۍ کې هم د طالبانو په بریدونو کې د ملي اردو لږ تر لږه ۴ تنه عسکر مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه پيښه چي په هلمند ولایت کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ د مرکز مرستیال محمد اسماعیل هم تایید کړې، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي یې په اړه ویلي چي د واشیر ولسوالۍ د ګورازان په سیمه کې طالبانو د ملي اردو پر پوستو برید وکړ، او نیژدې څلور ساعته یې دوام وکړ، چي په ترڅ کې ۱۰ تنه عسکر مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
نومړي ویلي چي طالبانو یو شمېر وسلې غنیمت کړي هم دي.
خو د همغږۍ مرکز مرستیال محمد اسماعیل ویلي چي یوازي څلور تنه عسکر وژل شوي دي، او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x