نظــر

له ښوونکي سره شوخي نه منم

لیکوال: خوشحال آصفی

ښوونکی د یو هیواد د وګړو د فکرونو او ذهنیتونو جوړونکی دی، ښوونکی هغه روښانه شمعه ده چې تل خپله سوزي خو ټولنه له سوزیدو ژغوري او بلاخره همدا ښوونکی دی چې د ټولنې د پرمختګ او پوخوالي ته چټکتیا وربخښي. په پرمختللو ټولنو او هیوادونو کې حتا د دریمې نړۍ د هیوادونو او بیا د سیمې د هیوادونو لکه ايران،

لیکوال: خوشحال آصفي
لیکوال: خوشحال آصفي

هند، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، بنګله دیش، تاجکستان او نورو هیوادونو کې ښوونکی او د ښوونکي دنده یو لوي مادي او معنوي ارزښت لري او هر څوک په اسانۍ سره نه شي کولای چې یو ښوونکی شي. د کانکور په ازموینو کې هم دغه مسلک ته ددې د ارزښت پر اساس لوړه نمره ټاکل شويده ځکه همدا ښوونکی دی چې د یوې ښې او پوهې ټولنې د بنسټ ډبره ږدي او لوړ مادي امتیاز او ارزښت لري، ښه ژوند لري، د ښه کور څخه نیولی تر ښې تنخوا پورې…. او په لسګونه نور امتیازات. خو په ډير تاسف سره وایم چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې خبره بل ډول ده، د کانکور په ازموینه کې دغه سپيڅلي مقام ته کمه نمره ټاکل شویده چې حتا د ناکامۍ نمرې سره برابره ده، همدارنګه که یو څوک په بل هیڅ یو پوهنځي کې بریالی نشي نو دارالمعلمین خو شته دی.

له همدې ځایه ده چې د ښوونکي مادي او معنوي ارزښت تر پښو لاندې کیږي او ورته درناوی نه کیږي. بله خبره د ښوونکي د ژوند مساله ده چې په افغانستان کې فقیر، ناداره او بې وسه قشر همدا د ښوونکو قشر دی چې نه کور لري، نه د ژوند لومړني امکانات، نه کافي تنخوا، نه ټرانسپورټي کومه وسیله او نه هم ځانګړي نور امتیازات او ښه ډوډۍ. سره له دې چې کم تر کمه هر ښوونکي د پنځو څخه دیرشو کالو پورې یې ولس ته خدمت کړی او په زرګونو زده کوونکي یې روزلي دي او تقریبا هر ښوونکي د لسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري خو پایله او ثمره یې څه ده؟! ځواب روښانه دی، هیڅ هم نه.

تر اوسه پورې په کرايي کور کې ژوند کول، ښوونځي ته پياده تلل، وچه ډوډۍ خوړل، د بیلابیلو ډلو لخوا توهین او سپکول، درد او غم ګالل او بلاخره تر اوسه پورې د بیګا ډوډۍ د پيدا کولو په فکر دي چې اولادونه یې له لوږې مړه نه شي. په افغانستان کې داسې کسان هم شته چې عام قتلونه یې کړيدي، د خلکو په ناموس يې تیری کړی، تر شپږم او اتم ټولګي يې زده کړې کړي خو خپل نوم په درست شکل نه شي لیکلی، چور او چپاول یې کړی، لویديځ او ختیځ ته یې جاسوسي کړې، پر هیواد، قوم او قبیله یې معامله کړې او بلاخره د اسلام او افغان تر نامه لاندې کومې لوبې ندي چې دوي نه وي ترسره کړي، نن دوي هر یو د میلونونو ډالرو خاوندان دي، په ښو کورونو کې استوګنه کوي او د یو کور پر ځای نور په کور دننه او بهر کې په لسګونو کورونه لري، د یو موټر پر ځای لسګونه موټرې یې په خدمت کې دي او بلاخره په افغانستان او د نړۍ په هیوادونو کې په ملیاردونو ډالرو پانګې لري.

آیا دوی به د ښوونکی درد او غم احساس کړي..؟

آیا دوی د ښوونکي پروا لري؟

ځواب: په هیڅ وجه هم نه.

د ښاغلي کرزي د حکومت پر وخت چې یو فاسد حکومت و او د عامه پانګونې د چور او چپاول یوه معاصره دوره وه؛ د ا فغانستان د پوهنې په وزارت کې نږدې څلور سوه سلاکاران ګمارل شوي و چې د هر سلاکار میاشتنۍ تنخوا د سل زرو څخه تر دوو سوو زرو افغانیو پورې وه. اوس که د یو ښوونکي میاشتنۍ تنخوا پنځه زره افغانۍ په نظر کې ونیسو نو ویلای شو چې هر سلاکار د یو ښوونکي څلویښت برابره تنخواه اخیستله. ډیری دغه  سلاکلاران په هیڅ هم خبر نه او نه یې کومه غوره ځانګړتیا درلوده، دوي یوازې د قوم ، قبیلې او ژبې پر اساس په کار ګمارل شوي و. نو اوس تاسې په خپله قضاوت وکړۍ چې هیواد کې څه تیر شوي او څه لا تیریږي. په هر صورت د ورخه تیرې شوو اوبو پسې به بیل نه راخلو، تیر یو تاریخ دی چې قضاوت به پرې وکړي.

اوس نږدې نهه میاشتې کیږي چې ګډ شرکت د ملي یووالي تر نامه لاندې خپل کار پیل کړیدی او مشري یي ډاکټر  اشرف غني پر غاړه لري. ښاغلي غني چې په خپله هم یو ښوونکی دی؛ کله چې د تعلیمي کال په پيل کې د ښوونځې زنګ وکړنګولو او همداراز له دې وړاندې یې هم په څو څو ځلې ویلي و چې زه د افغانستان ښوونکو ته ځانګړې پاملرنه کومه او دا یې هم وویل چې په هر شي کې شوخي منم خو د ښوونکي په حق کې شوخي نه منم، تر څنګ یې دوي اړینې ژمنې هم وکړې چې په شپږو میاشتو کې د افغانستان ټولو ښوونکو ته د کورونو نمرې ورکول او ددوي د روتبو مطابق به ددوي په تنخواګانو کې هم بدلون راځي اما د حکومت له لومړیو یې تر دا مهاله نهه میاشتې تیریږي خو دا دی په ډاګه معلومیږي چې نه هم کوم ښوونکي ته د کور نمره ورکړل شوه او نه یې هم په تنخوا کې بدلون راغی. اوس له دې دا جوتیږي چې ښاغلي غني له ښوونکو سره شوخي کړې وه او دده خبرو هیڅ حقیقت نه درلود. کله چې مونږ کافي مالي او اقتصادي توان نلرو، کله چې زمونږ په خزانه کې کافي پيسې نشته او په ټوله کې کله چې زمونږ په جیب کې دوه روپۍ نه پيدا کیږي نو بیا ولې بې ځایه ژمنې کوو، ولې لافې وهو، ولې دروغ وایو او ولې ولس تیرباسو؟

اوس معلومیږي چې ددې معکوس د ملي یووالي حکوت تر دا مهاله نږدې شپيته سلاکاران ځانته ټاکلي دي او هر سلاکار بیا دوه سوه زره افغانۍ میاشتنۍ تنخوا لري چې د یو عادي ښوونکي د میاشتنۍ تنخوا څلوېښت برابره جوړوي. همداراز ددغو سلاکارانو کار هم درک نه لري چې څه کوي او څه یې کړي دي؟ ځکه دا ګډ شرکت هره ورځ له نوي ناورين سره مخ کیږي نو بیا دا دومره سلاکاران د څه لپاره چې اصلا ددوي د زده کړو او وړتیا لپاره لازمه نه ده چې یو څوک څه ووایی یا یې ولیکي، ځکه دا ټول ولس ته جوته ده چې دوي څومر زده کړې اوړتیا لري او په کوم معیار او کوم ډول په دنده ګمارل شوي دي؟

اوس نږدې څو اونۍ کیږي چې د کابل د ځینو ښوونځیو دروازې تړلې او زده کووکي ې رخصت شوي دي، درس او سبق نشته، هره ورځ لاریون او کاربنديز دی، خو د پوهنې وزارت او په ټوله کې د ملي یووالي ګډ شرکت چوپتیا غوره کړې او تر اوسه یې یو مثبت او منطقي ځواب ښوونکو ته نه دی ورکړی. خو که چیري دا لړۍ همداسې دوام ومومي نو لرې نه ده چې سبا ورځ د پوهنتونو دروازې وتړل شي او بله ورځ به د پوهنې بهیر په ټول هیواد کې په ټپه ودریږي چې هیواد به د یو بل لوي ناورین شاهد واوسي او مسول به یې هم د پوهنې وزارت او ملي یووالي د ګډ شرکت مشر وي چې ویلي و د ښوونکو سره شوخي نه منم نه منم نه منم.

که چیري په دقت سره وګورو دغه شخص په خپله له ښوونکو سره لویه شوخي کړې ده ځکه دده له ژمنې نږدې نهه میاشتې تیریږي خو لا هیڅ هم نه دي شوي. هماغه ډول دی او هماغه ژرنده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

ددوه سری شرکت دریس هدف له شوخی سخه داوه چه باید له شونکی سره شوخی ونه شی باید سم ودبول شی تر سو بیا دشونکی مسلک سوک انتخاب نکری که نه نو خپله هم یو شونکی پاته شوی بیا هم دادی د نهو میاشتو له تیریدو وروسته هم دشونکی ورز تر بلی خرابیژی د مکتبونو ددروازو ترل ورز تربلی زیانیژی خونه یی سوک غژ اوری اونه سوک په غم کی هر سری پدی کی ده چه سنگه دیوه بله په ستونی پشه کیژدی اومری تر ونغاری . زه خو وایم چه لدی بیچاره نه ولی گیله کوو یو سوک چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x