ادبي لیکني

هلمند کې د شعري یون پرمختګ که شاتګ؟ (۱ – ۲)

لیکوال: خپلواک دریځ

شاعرد ټولنې هغه فنکار دی چې د خپلې ټولنې استازیتوب کوي، که څوک وغواړي چې یوه ټولنه، دهغوی خصوصیات، کلتوراو فکري ځواکمنتیا درک کړي، نو تر هر څه لومړی ورته لازمه ده چې د هغې ټولنې معنوي شتمني لکه ادبیات، شعر او شاعري مطالعه کړي، څنګه چې د یوې ټولنې او یو قوم ادبیات دي هم هغسي یې د ولس سویه، ژوند او کلتور دی هر شاعر د خپلې ټولنې دعنعناتو، عقایدواوفکري خوځښتونو ژباړونکی دی نو کله چې د یوملت ادبیات، شعراوشاعري پیاوړې ژوندۍ او پرمختللې وي په هم هغه اندازه هغه ملت ویښ، خوځنده او پیاوړی وي خو که چیري د یو ملت ادبیات، کمزوري، پیکه او کلیشه یي وي همداسي هغه ملت او ټولنه پس پاته ټیټه او کمزورې ده.

دا چې زموږ ملت له ډیرو ستونزو، کړاوونو، غربت، جنګ اوجګړو سره مخ او د زده کړې او پرمختک له کاروانه ډېر لیري پاته دی، نو د ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو لپاره په کار ده چې په دې برخه کې له ډېرې چټکتیا اوځیرکتیا څخه کار واخلي له ریاضت او نوښته ډکې پنځونې، لیکنې او ژباړې چې د نني عصرغوښتنه وي خپلې ټولنې ته وړاندې کړي، خپله ژبه، ادبیات او شاعري پیاوړې کړي، د خپل ملت ذهنیت مثبت لوري ته راواړوي او د خوځښتیا ځواک پکې ژوندی او تلپاتې وروزي نه دا چې منفي لوري ورته ښه معرفي کړي.

موخه مو دلته صرف شعر او شاعري ده چې د ادبیاتو یوه لویه برخه جوړوي، نوغواړو چې پر همدې برخه یې وغږیږو، که ووایو چې د نظم په برخه کي تر یو حده د پام وړ کار شوی دی نو مبالغه به مو نه وي کړې، موږ داسي شاعران او لیکوالان الحمدالله لرو چې د دې زوریدلي او کړېدلي ملت درد، غم، فریاد، خوښي، ابتکارات او کلتوري ارزښتونه یې په ډېره ماهرانه او ښکلي ډول سره انځور کړي، خپلې ټولنې او آن نړیوالو ته یې وړاندې کړي او لا هم په دې برخه کې کار کوي چې د ستایلو دي، خو دا چې ولي ترسره شوی کار ډیر پام اړوونکی نه دی ځیني ټکي دي چې پردې کار یې بد سیوری غوړولی دی.

موږ یې صرف دلته دغه یو منفي ټکی راسپړو، د شاعرانو په نامه تر حساب وتلي خلک دي چې په پښتو ژبه کي ډېر څه وایي، لیکي اوخپروي یې، په دې کې نو که ښه وه که بد وه، ټولنې ته وړاندې کیږي او ټولنه یې هم پیروي کوي خو داسي څوک نشته چې دا پوښتنه وکړي چې آیا دا څه چې خپرېږي زموږ ټولنې ته منفي تقویت ورکوي که مثبت؟ خصوصاً په هلمند کې په دې وروستیو کې د شاعرانوپه نوم ډېرو کسانو ډېر څه وویل، ویې لیکل او وړاندې یې کړه چا ښه ویلي، ښه یې وړاندې کړي چا بد ویلي، بد یې وړاندې کړي، هلمند کې موږ ځیني داسي محدود شاعران لرو، چې واقعاً یې دشعر د اصولو، منځپانګې او جوړښت سره مطابق په بدیعي او لفظي ښایستونو مالامال رنګینه شاعري کړې او په خپل ژور فن سره یې په هنري ښایستونو پسوللې او د خپلې خوږې پښتو ژبې د ادبیاتو پر پراخه لمن یې ورپېرزو کړې ده، چې پښتو ژبه به هم د دې شاعرانو نومونه تر ډېره په خپله زرینه لمن کې ژوندي وساتي.

خو د دې بر عکس داسي کسان هم شته چې حتی د شعر په مفهوم، موخې او جوړښت باندې هم نه دي خبر، څوک چې په پورته اساسي ټکو نه وي خبر او د زده کړې په نامه څه ونه پیژني، نو هغه به کله داسي شعر ولیکي چې هغه دي د نني عصر غوښتنه وي، هغه دي د دې زخمي ملت زخمونه ټکورکړي ترڅویې دردونو ته ارامتیا وروبخښي، کلتوري ارزښتونه یې په هنري ډول انځور اورسم کړي او ولس یې په شعرکې خپل انځور وویني.

همدا وجه ده چې اوس د شاعر ارزښت او حیثیت تر پښولاندې دی ډېر ښه یې ویلي دي چې وایي((هره لوټه چې پورته کړې یو کس تر لاندې وي چې ځیني وپوښتې چې سړیه څوک یې درته وایي شاعر یم صیب)) همداسبب دی چې د فیسبوک په ټولنیزه رسنۍ کې اوس ځیني بې فکره او بېسیواده هغه کسان چې په مغزو کې یې اوس هم ژمی دی په شاعرانو پسې را اخیستې شعر او شاعري ورته بې مانا، بې مفهومه او بې ارزښته برېښي، دوی نه دي ملامت د دوی تر غوږونو د شعرپه نوم داسي څه رسیدلې چې ترګټې یې زیان څوچنده زیات دی، دوی هغه څه اوریدلي دي چې واقعاً هم ټولنه منفي لوري ته هڅوي او منفي ذهنیت ورپکښې روزي، دوی د شعر په نوم داسي څه اوریدلي چې په هغه کې د خلکو سپکول، خپل ریښتنی پښتني کلتور تر پښولاندې کول، قوم پرستۍ ته لمن وهل او د ښکلا پر ځای د بدرنګۍ انځور وړاندې کول دي، خبره دا ده چې له لویه سره همداسي بیده او ناخبره راغلي یو له اطلاعاتو او کلتور وزارت رانیولې زموږ تر لوستو لیکوالو او شاعرانو پوري هیڅوک نشوه پیدا چې د دې غیري معیاري شاعرۍ په نوم د وړاندې شویو خبرو مخنیوی وکړي او دغو کسانو ته یا سالمه لارښوونه وکړي او یایې مخامخ وغندي او د دې منفي تګ لوري مخه یې ونیسي.

موږغواړو هرڅه چې بد دي، دویلو نه دي، دخپرولو نه دي اودې ولس ته یې سخت زیان اړولی او یا زیان اړوي دلته په ډاګه اوروښانه کړو ترڅو یې مخه ونیسو چې نورڅوک داسي څه وړاندې نکړي.

پورته کوم څه چې مو لیکلي او ویلي دي ټولي پر ثبوت او کره والي ولاړي خبرې دي دا چې په هلمند کې ځینو کسانو د شعر په نامه کوم غیري معیاري او له چوکاټه وتي، اوتي بوتي وړاندې کړي او خپرې کړي غواړو تاسو ته دا هر څه له ثبوته سره په راتلونکو برخو کې وړاندې کړو…نوربیا

===============================\

هلمند کې د شعري یون پر مختګ که شاتګ؟

په تېر پسې

دوهمه برخه

په دې وروستيو کې ډير کتابونه هلمند کې له چاپه راوتلي او لیکوالانو یې ورته د شاعرۍ نوم ورکړی، چې له دې کتابونو سره د شاعرۍ نوم یادول خپله د شعر او شاعر ارزښت تر پښولاندې کول دي، نو ښه خبره دا ده چې لوستي کسان مو باید په دې باندې پوه وي او دغو بې مانا الفاظو ته د شاعرۍ نوم ورنکړي، دا ټول چاپ شوي کتابونه به تاسو ته انشاالله لړۍ په لړۍ باندې راوسپړو چې څه پکې ځای پرځای شوي او څه پیغامونه یې وخپل ولس ته پرې ایښي، زه پوهیږم چې په خپلو دې خبرو او د دې واقعیتونو په ښکاره کولو به خپل ډیری دوستان او ملګري له لاسه ورکړم خو دا چې دا زموږ مسئولیت دی نو یې مسئولیت ګڼو او باید چې هر څه روښانه او په ډاګه شي.

((زه اوغزل دي په نامه یو دواړه)) د ښاغلي حیات الله (سوزانه) د ده په خبره شعري ټولګه ده، چې په دې وروستیو کې سنځر خپرندویې ټولنې په (څلور زره ټوکه) کې چاپ کړې چې تر اوسه پوري شاید د کمو لوستونکو تر ګوتو رسېدلې وي.

د لیکوال مینه او احساس یې د ستایلو دی چې له شاعرۍ سره یې لري پردې سترګې نه پټیږي چې نوموړي د پوره احساس او مینې له مخي دې ډګر ته رادانګلي خو لکه څنګه چې ورته په کاروه چې پر دې لاره ولاړشي او د دې لارې پر کږلیچونو د یو پهلوان غوندې تګ وکړي هغسي سمه لاره نوموړي نه کړه پیدا او نه هم ورته هغو لوستو کسانو لارښوونه کړې چې په دې برخه کې دتجربې خاوندان دي اویاهم ورته نوموړي غوږ نه دی نيولی.
سوزانه صیب که څه هم ځیني شیان ښه ویلي خو تر ښو یې دلته هغه څه چې د ټولنې په زیان پریوزي او بدرنګه تصویرونه دي ډیر پکې تر سترګو کیږي.

په یو بیت کې داسي ویلي دي:

د یار مي دغه عادت ښه دی د هر چا ومخ ته
کله سرې شونډي کله خوله په خرابات راکوي

دې کې به سړی کوم هنر ولټوي کوم پیغام به وي چې اوریدونکی او لوستونکی ورڅخه ګټه پورته کړي او یا یې شعري ذوق خړوب کړي، زه نه پوهیږم چې دلته به یې کومه فلسفه او چیري پټه کړې وي دلته خو صرف له دې نه چې د پښتني ټولنې کلتوري ارزښتونه تر پښو لاندې شي، منفي تقویت خلکو ته ورکړل شي بل څه نه ښکاري، د سرو شونډو ورکول په عام محضر کې دا نه زموږ د اسلامي قوانینو او نه زموږ د پښتني کلتور برخه ده، په دومره بر بنډه توګه د دې خبرې کول هیڅ د اوریدو او لوستو وړ نه دي، که چیري په دې بیت کي له ښه فنه کار اخیستل شوی وای او دې خبرې ته یې یو هنري پوښ ورکړی وای، لوستونکي به په ښه ډول اوریدلی او لوستولی وای.
شاعر هغه هنرمند او فنکار دی چې هر له کاره لویدلي څیز ته ښکلا ورکوي، هر څه کې ښکلا لټوي او هر څه په ښه هنر سره پسولي او وایي یې، جانان که هر ډول وي خو شاعر یې په ډیرو ښو الفاظو ستایي او په ډیر ماهرانه ډول د هغه د مدحې لپاره ښکلي کلمات لټوي، جوړوي او خپل جانان ورسره په ښه فن  تشبیه کوي، چې په پای کې یې د خپل جانان داسي انځور جوړ کړی وي چي په لوستو او اورېدو یې د مینه والو احساساتو ته تحریک ورکوي او هغه دې ته اړباسي چې شعر ولولي او خپل د جانان انځور پکې ولټوي.

خو دلته دی خپل جانان په داسي ټکو موږ ته راپېژني، البته د دې کتاب څخه چې موږ څه را اخیستي کټ مټ مو رانقل کړي:

که یې په یاد وي زما سرې شونډي ضرور به راسي
ځکه چي خلګ وایي مار په خزانه پسې ځي

دی د دې پر ځای چې د جانان د خاصیت لپاره یوه ښه کلمه پیدا کړي او د هغه لپاره یې وکاروي، دی یې له ماره سره تشبیه کوي چې مار ډیر خطرناک او یو وژونکی ژوی دی، ښاغلی سوزانه جانان مار بولي دومره یې بد او کرغېړن معرفي کوي چې خلګ یې له لیدو کرکه کوي او سم دلاسه یې ووژني.

اوس نو که شاعري داسي وي بیا خو نو واقعاً هم د غندلو ده او که داسي نه وي نو باید د داسي الفاظو مخه ونیول شي.

پوهان وایي هره هغه وینا چې د نثر قواعد او اصول مات کړي شعر بلل کیږي خو د نثرماتېدل او قواعد یې له منځه وړل باید په هنري ډول وي، داسي نه وي چې د یوې جملې ښکلا چې څنګه په نثر کې ده په هم هغه ډول راوړل شي، باید له مخکي نثري بڼې څخه په تغیرېدو څو برابره نوره هم ښکلې شي، د اورېدونکي او لوستونکي تلوسه راوپاروي، خو ددې لپاره باید شاعر ډیر ځیرک وي، په داسي فن سره الفاظ  و اوډي او راوړي چې د شعر نوم بیا ورکړل شي، زړه وړونکي وي او خوښوونکي وي، یو عام وګړی هم کیدای شي د خبرو ګرامري  اصول ونه پیژني او نه یې مراعات کړای شي، خو هغه ساده خبرې دي شعري کیفیت، او جوړښت نه لري، ځکه نو ورته شعر نشو ویلای، هغه صرف  د ګرامر له فورمه وتي خبرې دي.

سوزانه صیب دا بیت کې چې دی یې بیت بولي وایي:

ته یې ډيوه یې او په تا باندي روښانه ښکاري
په تا اباد او په تا ښاد وینمه موره کورګی

په پورته بیت کې مور له ډيوې سره تشبیه شوې چې دواړه ښځینه الفاظ دي خو دلته د مورکلمه ده په نارینه کلمې تبدیل کړې، که چیري دا کلمه په ښه هنر سره دلته همداسي تغیراو اوډل شوې وای خوند او رنګ به یې ډیر زیات وای، همدې کلمې دلته د دې بیت موسیقي او اهنګ له منځه وړی او کوم خوند، رنګ او کیف چې دې بیت ته باید ورکول شوی وای هغسي نه دي شوي.

د خوشال بابا دستار نامه کتاب چې نوموړي د بند په حالت کې په زندان کې په شپږو ورځو کې لیکلی، نوموړي د بریالي ژوند کولو لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه پکې راوړي دي، چې ډیرو لویو لویو خلګو ورڅخه ګټه پورته کړې، پورته کوي یې او په ډیرو پوهنتونونو کې وزده کړیالانو ته تدریسیږي، خوشال بابا د دستار نامې څلورم خصلت د مشورت یا د مشورې خصلت راوړی چې یو کس یې باید په ځان کې و روزي او په خپلو ورځنیو چارو کې هر کار په مشوره سره وکړي، تر څو د پښېمانۍ مخه یې ونیول شي، خو سوزانه صیب دلته د خوشال بابا خبره رد کړې ده او وای چې په ژوند کې باید له مشورې کاروانه خلئ.

دی س وایي:

په دغه لار کي تر منزله پوري نه رسیږي
چي لارښوونه وي د نورو ورسره تر پایه

سوزانه صیب په واضح ډول ویلي چې له مشورې باید کار وانه خیستل شي او که څوک دا کار وکړي نو به خپلو کارونو کې تل شاته پاته وي، منفي لارښوونه ده چې نوموړي کړې او د ټولنې په زیان ده، دا هغه خصلت دی چې تر اوسه یې لا هم زموږ په ټولنه کې ډیری وګړي نه لري، د شاعر او لیکوال دا دنده ده چې وګړي مشورې ته راوبلي مشوره، هوډ، راستي او نور هنرونه ورته ښه وروپېژني ښیګڼې یې ورته بیان کړي، خو سوزانه صیب دلته بر عکس کار کړی، د شعر په نوم د داسي منفي خبرو وړاندې کولو ډیر زیان شاعرۍ او پښتوژبې ته رسولی، چې باید د اطلاعاتو کلتور ریاست، یا هم د لیکوالو او شاعرانو لخوا داسي کسانو ته سالمه مشوره او لارښوونه ورکړل شي او یا یې د خپرولو مخه ونیسي.

زموږ په ټولنه کې ډیری وګړي دي چې د فقر او ګدایۍ په ناوړه کار بوخت دي، د دې پر ځای چې کار وکړي یو چا ته لاس نیسي او له هغه نه د سوال په نوم یوه او دوې پیسې ټولوي، چې دولت او ډیری لوستي کسان یې په وړاندې مبارزه کوي، چې له دې ناوړه کړنې یې راوګرځوي، خو سوزانه صیب یې ودې کار ته هڅوي او منفي تقویت هغو ته ورکوي دی وایي:

کچکول په غاړه هم دیدن کوم هم خیرغواړمه
دغه ده اوس راته پیدا سوله اسانه ګټه

دا خبره لکه څنګه چې باید وړاندې شوې وای په هغه ډول نه ده شوې کوم هنر چې باید لیکوال ورسره کار کړی وای هغه سي نه دي شوي دا خبره سوزانه صیب داسي کړې لکه مخامخ چې یو چا ته ووایې چې خیر ټولول ډیر ښه کار او اسانه ګټه ده راځه راپسې!

اوس دا خبره په یوه ولسي سروکه کې په ډیره ښه او هنري ډول سره شوې هغه سروکه داسي ده:

د ملنګۍ کچکول په غاړه ګرځومه یاره
وخت د مازدیګر دی دیدنونه ټولومه یاره

د لته شاعر په ډیر ماهرانه او هنري ډول ځان له ملنګ سره تشبیه کړی خو دی هغه ملنګ نه دی چې خیرونه ټولوي، سوال کوي بلکي دی د دیدن ملنګ دی د خپل یار په لیدلو پسې ځي، خو د سوزانه صیب دا وړاندې شوې خبره راساً د منفي هڅونې په توګه راغلې، چې موږ هیڅکله د شعر نوم نشو ورته ورکولای، پردې سربېره ځیني داسي خبرې نوموړي په دې ټولګه کې راوړي چې  هیڅ شعر نشي بلل کېدای، یعني داسي ساده خبرې چې هغه یو نالوستي شخص هم کړي او هم یې کولای شي موږ او تاسو یې شاهدان یو چې ډیری داسي سندرغاړي دي چې د شعر په نوم څو بېسواده ورته څو خبرې راغونډي کړي، د شعرنوم ورکړي او هغه یې په خپل غږ کې وایي او وړاندي کوي یې، چې د شعر نوم هیڅ وخت نه ورکول کیږي بلکي هغه څو ساده ویناوي دي.
شعرهغو ښکلو، هنري او وزن لرونکو خبرو ته ویل کیږي چې د اوریدونکي او لوستونکي احساسات او جذبات راوپاروي خو…

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x