
نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱7مه، ۱۳۹۴ل): د سوريې رسنيو خبر ورکړ چې د بشارالأسد قواوو هغه پوځيان اعدام کړل چې يو شمېر سيمي يې د جيش الفتح وسلوالو ته پريښي او ترې تښتېدلي وو.
دغه پوځيان تېره ورځ په جورين سيمه کې اعدام شوي.
په اعدام شويو پوځيانو کې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي د پوځ سرګروپان، قومندانان، ۱ پيلوټ او ګڼ عام پوځيان شامل دي، تر اوسه د اعدام شويو پوځيانو شمېره پټه ساتل شوې ده.
يادو پوځيانو د جيش الفتح د تعرضي بريد له پيل سره سم د سيمي په کچه لويه قرارګاه او د محمبل په نامه سيمه پريښي او ترې تښتېدلي وو.
ويل کېږي په پوځيانو کې لوړ رتبه افسران هم اعدام شوي دي.