افغانستان

د ملي اردو د عسکر په ډزو دوه تنه بهرني عسکر وژل شوي دي

british army killed in afghanistanنن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ملي اردو یوه عسکر دوه بهرني عسکر په ډزو سره وژلي دي.

په دې اړه د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي نن د افغانستان په جنوبي سیمه کې یوه وسلوال چي د ملي اردو یونیفارم یې په تن وو، د ایساف پر عسکرو ډزي وکړې، چي له کبله یې دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول، او خپله برید کونکی هم د د بهرنیانو په جوابي ډزو کي وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چي د پيښي د پلټلو لپاره د افغان او ایساف د مسئولینو په ګډه یو تحقیقاتي ټیم ټاکل شوی دی، تر څو د پيښه پوره څیړنه وکړي.

د ایساف په خبرپاڼه کې نه هم د پيښي دقیق ځای څرګند شوی، او نه هم دا ویل شوي چي وژل شوي عسکر د کوم هیواد تابعیت لرونکي دي.

خو ځیني سرچیني وايي چي پیښه د هلمند ولایت د لښکرګاه په ښار کې د بهرنیانو د پي آرټي په مرکز کې دننه را منځته شوې، او داچي وژل شوي عسکر به د برتانیا وي، ځکه چي دوی همدلته میشت دي.

څو ورځي مخکې په همدې ښار کې د برتانیا شپږ تنه عسکر په یوه چاودنه کې وژل شوي وه.

باید وویل شي چي نن د همدې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځیدلې، چي طالبانو يې د ویشتلو ادعا کوي، او زیاتوي چي تر ۳۰ زیات بهرني عسکر په کښي وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو له خوا په مکرره ډول د افغانانو په خلاف جنایتونو د ملي اردو عسکر او پولیس دې ته هڅولي چي پر بهرنیانو عسکرو او خپلو روزونکو مرګوني بریدونه وکړي، چي له کبله یې د ملي اردو او بهرنیو عسکرو تر منځ بی اعتمادې زیاته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x