افغانستان

چارواکي: طالبانو د ګيزاب ولسوالۍ دولس پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولايت ګيزاب ولسوالۍ ولسوال عبدالله ظفري وايي، چې طالبانو د دغې ولسوالۍ دولس پوستې نيولي او که مرکزي دولت بېړنۍ مرستې ورونه رسوي، نو طالبان به نن تر ماښامه دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيسي.

ښاغلی ظفري افغان اسلامي اژانس ته وويل، چې سلګونو طالبانو په سپکو او درنو وسلو سمبال له تېرو څو ورځو راهيسې د ګيزاب ولسوالۍ (ده غني، غرشينان، دشت ماليزي، نيکان، جارباغ، جليزي او رباطک) سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي او نن سهار يې دولس امنيتي پوستې نيولي او اوس جګړه د ولسوالۍ په يو کيلوميټرۍ کې روانه ده.

د عبدالله ظفري په وينا د اوسنۍ جګړې له امله له پنځوسو زياتې کورنۍ خوندي سيمو ته تللي او اوس هم څو کورنۍ په درنو وسلو لګېدلي دي.

د ګيزاب ولسوال له مرکزي دولته د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي او وايي، که تر ماښامه يې دوی ته بېړنۍ نظامي او لوجيستيکي مرستې ور ونه رسولې، نو دغه ولسوالۍ به طالبانو ته پرېږدي.

د ګيزاب ولسوال وايي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ولايت له مرکزه د مرستې غوښتنه کوي، مګر ولايت ورسره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.

دولتي چارواکي وايي، چې د روان جون له پيله طالبانو يوازې ګيزاب ولسوالۍ کې اته بريدونه او درې سترې چاودنې کړي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وړمه رسنيو ته په لېږل شوو خبرپاڼو څرګنده کړې وه، چې د جون له پيله يې دغې ولسوالۍ کې اووه پوستې نيولي دي.

د طالبانو له لوري د نوو پسرلني عملياتو له پيله د طالبانو بريدونه او چاودنې د پخوا په پرتله زياتې شوي او د هېواد په لر و بر کې يې ګڼې سيمې نيولي دي.

تېره ورځ هم طالبانو د بدخشان ولايت يمګان ولسوالۍ ونيوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې بدخشان ته يې تازه دمي عسکر لېږلي، تر څو يمګان ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيسي، مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يمګان ولسوالۍ په بشپړه توګه د دوی لاس کې ده، هېڅ جګړه نه ده روانه او که دولتي عسکر دغې ولسوالۍ ته د بيا ورتلو جرئت وکړي، نو د دوی له لوري به له سخت ځواب سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x