
پاکستان: ملګرو ملتونو او نړۍ د برمايي مسلمانو په ټولوژنه سترګې پټې کړي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): پاکستان وايي، چې برما کې د روهنګيايي مسلمانانو ټولوژنه روانه ده؛ ملګرو ملتونو او نړيوالو بشري ټولنو په دې اړه سترګې پټې کړي دي.
د پاکستان صدر اعظم ميا نواز شريف او کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان وايي، چې نړيواله ټولنه بايد د بشري حقونو او انساني کرامت له مخې د برمايي بودايانو د ظلمونو مخنيوی وکړي او د دوی خاموشي نړۍ کې يو شمېر سوالونه راپيدا کړي دي.
پاکستاني حکومت د روهنګيايي مسلمانانو د مرستو لپاره يو کميسيون ټاکلی او له دې لارې به د برما مسلمانانو ته د مرستو لېږدولو په چارو فکر کوي.
د پاکستان کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي، چې د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز او بهرنيو اړيکو لپاره د صدراعظم مرستيال طارق فاطمي به د برما مسلمانانو لپاره د مرستندوی کميسيون مشران وي.
پاکستان د برمايي مسلمانانو قضيه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې راپورته کوي
پاکستان وايي، چې د برمايي مسلمانانو د ظلمونو او ټولوژنې قضيه به د بهرنيو چارو وزارت له لوري د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې راپورته کړي او له امنيت شورا به وغواړي، چې په دې اړه بېړنۍ ناستې او پرېکړه اعلان کړي.
پاکستاني سرچينې وايي، چې سرتاج عزيز او طارق فاطمي به امنيت شورا او اسلامي کنفرانس سره په دې اړه اړيکه ونيسي او د برمايي مسلمانانو د ټولوژنې د سمدستې بندولو غوښتنه به ترې وکړي.
سرچينه زياتوي، چې حکومت به د برمايي مسلمانانو د مرستو پرېکړه پارلمان ته وړاندې کړي او له سياسي ګوندونو به په دې اړه د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړي.
نوازبلاوهلی ده سی مستیمه مداخله وکی دوی خواتم بم هم لری دااتم بم به دوی دسه دپاره ساتی ؟