افغانستان

ترکیه کې نن پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): نن په ترکیه کې ۵۳میلیونه ترکان د رایه ورکونې صندقونو ته ځي چې په پارلمان کې خپل استازي وټاکي.

د رایه ورکونې بهیر نن په ځايي وخت اته بجې پیل شوی چې تر پنځو به دوام وکړي. په ټول هېواد کې تولټال د رایه ورکونې ۱۷۶،۲۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي. لږ تر لږه یو میلیون ترکان له هېواده بهر اوسېږي.

بهرمېشتي ترکان به د خپلو سفارتونو او کونسلګریو له لارې خپلې رایې کاروي.

رایه ورکوونکي به د یوه نوماند پر ځای ګوند ته رایه ورکوي. سروې ګانې ښيي، چې له شلو ګوندونو څخه چې نومونه یې ثبت شوي، څلور یې شاید له لسو سلنو زیاتې رایې ترلاسه کړای شي.

نظرپوښتنې ښيي، چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند تر سیالو ګوندونو مخکې دی.

اوسنۍ ټاکنې ولې مهمې دي؟

په ترکیه کې دا ځل د پارلماني ټاکنو په پایله کې ښايي د حکومتوالۍ سیستم بدل شي. د عدالت او پرمختګ ګوند هڅه کوي، چې د پارلمان دوه پر درې برخې څوکۍ خپلې کړي، چې بیا وکولای شي د ترکیې پارلماني ډیموکراسي پر ریاستي نظام واړوي. د ترکیې پارلمان ټولټال ۵۵۰ څوکۍ لري.

که د عدالت او پرمختګ ګوند پر دې بریالی شو چې ۳۳۰ څوکۍ خپلې کړي، په هغه صورت کې کولای شي چې د اساسي قانون نوې مسوده وړاندې کړي او د ټولپوښتنې له لارې یې تصویبه کړي. ځینې نظرپوښتنې داسې هم شته چې د ۳۳۰ څوکیو ترلاسه کول به د عدالت او پرمختګ ګوند ته ستونزمنه وي.

د عدالت او پرمختګ مخالفو ګوندونو واردمخه علان کړی چې د حکومت له ریاستي طرز سره مخالف دي. که د عدالت او پرمختګ ګوند وکولای شي ۲۷۶ څوکۍ ترلاسه کړي، په هغه صورت کې بیا کولای شي په یوازې ځان حکومت تشکیل کړي.

د ترکیې په روانو ټاکنو کې د نظام د بدلون او بنسټیزو سیاسي بدلونونو خبره دومره توده ده چې له نورو مسئلو یې د خلکو پام لرې کړی دی.

د عدالت او پرمختګ ګوند له ۲۰۰۲م کال راهیسې په ترکیه کې واکمن ګوند دی چې وروستیو سیاستونو یې ډېر رسنیز کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x