ورزش

بارسلونا لوبډلې د پنځم ځل لپاره د اروپا اتلانو لیګ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): بارسلونا لوبډلې د لوبې دغه فصل کې ځانګړی وړتیا او غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ځینې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکولو سره مختلف جامونه خپل کړ.

له دې وړاندې د بارسلونا پیژندل شوې او پیاوړی لوبډلې د هسپانيي لالیګا سیالیو جام ګټلي و او تیره شپه دغې لوبډلې د یوونتوس پیاوړي لوبډلې ته ماتې ورکولو سره د اروپا اتلانو لیګ جام هم په خپل نوم ثبت کړ.

د لوبې پیل د بارسلونا لوبډلې له چټکو او پیاوړو حملو څخه وشوه چې په نتیجه کې د لوبې په درییمه دقیقه کې ایوان راکیتیج د بارسا لوبډلې ته لومړۍ ګول په وهلو بریالی شو.

دغه لومړی ګول چې د اینیستا غوره پاس په مرسته ووهل شو د یوونتوس لوبډلې د لوبې له پیل څخه تر فشار لاندې کړ. له دې ګول وروسته بیا هم توپ د بارسايي لوبغاړو په واک کې و.

بارسلونا لوبډلې دغې لوبې کې تعرضي بڼه خپله کړې وه او د یوونتوس لوبغاړو د بارسايي لوبغاړو په وړاندې دفاعي لوبه کوله تر څو د نورو ګولونو مخه ونیسي.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د بارسلونا لوبډلې دوه نور چانسونه هم وموندل تر څو دوهم ګول ترسره کړي خو دواړه چانسونه د یوونتوس لوبډلې پیاوړی دوازه ساتوونکی بووفون له ماتې سره مخ کړ.

د لوبې دوهمه نیمايي کې هم بارسايي لوبغاړو پیاوړی لوبه پیل کړه خو بیا هم د یوونتوس لوبغاړی الوارو موراتا د لوبې په ۵۵مه دقیقه کې ګول وهلو سره دغه لوبه مساوي کړه.

له دغې ګول وروسته یو ځل بیا بارسايي لوبغاړو تعرضي لوبه پیل کړه چې په نتیجه کې يي د لوبې په ۶۸مه دقیقه کې لیونل میسي د یوونتوس په ګول حمله وکړه چې دغه حمله د بوفون لخوا ناکامه شوه خو د بارسلونا بل لوبغاړی سوارز له دغې موقع څخه په استفادې سره د بارسلونا لوبډلې لپاره دوهم ګول ترسره کړه.

له دغې ګول وروسته د یوونتوس لوبډلې لوبغاړي هڅه کوله چې یو ځل بیا دغه لوبه مساوي کړي خو د بارسلونا لوبډلې د لوبې په اخري دقیقو کې درییم ګول وهلو سره د یوونتوس لوبډلې ته ۱-۳ په توپیر ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x