افغانستان

د قره باغ خلک: اربکيان مو باغونه او کښتونه ويجاړوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ خلک د اربکيانو له کړنو سر ټکوي او وايي، چې د سيمې اربکيان له ځايي خلکو سره ناوړه چلند کوي، باغونه او کښتونه يې ويجاړوي او د سيمې ګڼې کورنۍ يې اړ کړي، چې کډه وکړي او خپل کورونه پرېږدي.

د قره باغ مخور سپين ږيري وايي، چې سيمه ييزو اربکيانو جرکنه، کاکا کلا او اکبر کلا سيمو کې د خلکو شنه فصلونه او باغونه له منځه وړي، د سيمې له خلکو سره وحشي چلند کوي، د طالبانو په ملاتړ يې تورنوي او شاوخوا دوه سوه کورنۍ يې له سيمې کډه کولو ته اړ کړي دي.

د ځايي خلکو په وينا اربکيان د طالبانو د بريدونو غچ له ولسي خلکو وباسي.
«طالبان، چې پر اربکيانو بريدونه وکړي، نو د خپل ټوپک شپېلۍ د ولسي خلکو کورونو ته مخ کړي او پر عامو خلکو ډزې کوي.»

د قرباغ اوسېدونکي وايي، چې سيمه کې کاروبار په ټپه ولاړ دی، ښوونځي بند دي، خلک د اربکيانو له لاسه له کورونو هم نه شي راوتی او نه نورو سيمو ته د هجرت کولو توان لري.

د قره باغ اربکيان وايي، چې دولت تنخوا او نور خدمتونه په وخت نه ور رسوي، نو اړ دي، چې له ځايي خلکو په زوره ډوډۍ او نور شيان وغواړي.

اربکيان، چې افغانستان کې د امريکايي جنرال پيټريوس په ابتکار رامنځته شوي، د هېواد په لر و بر کې ولسي خلکو لپاره سرخوږی دی.

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلک وايي، چې اربکيان له دوی سره وحشي چلند کوي، په زوره ډوډۍ، کالي او نور لوازم ترې غواړي.

ولسي خلک وايي، چې اربکيان د مخالفينو د بريدونو له وېرې په پوستو کې شپې نه کوي، بلکې د خلکو د کورونو په بامونو پراته وي او چې څوک يې په خپلو بامونو نه پرېږدي، دوی يې وهي ډبوي او له سيمې يې شړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې اربکيان هېڅ ډول قانون ته ژمن نه دي او حکومت په لوی لاس پريښي، چې د «امنيت» راوستو په موخه هر څه کولای شي، مګر دا خلک به د وخت په تېرېدو د حکومت پر وړاندې هم راپورته شي او ولس هم د اربکيانو د کړنو له امله له حکومته زړه توری دی.

د بحرانونو نړيواله موسسه وايي، چې اربکيان بې ګناه خلک وژني، د لارې په سره خلک شکوي، د خلکو پر کورونو بريدونه کوي، خلک تښتوي، جنسي تيري کوي او په ډول ډول بد اخلاقيو کې لاس لري، مګر هېڅوک يې د مخنيوي نه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x