افغانستان

قيس حسن: د اريانا هوايي شرکت له ايرانه عراق ته مخ پټي جنګيالي لېږدوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګه کې د مواصلاتو او مخابراتو کميسيون مشر قيس حسن وايي، چې اريانا هوايي شرکت له ايرانه عراق ته مخ پټي جنګيالي لېږدوي.

د قيس حسن په وينا د اريانا هوايي شرکت الوتکه د ايران هوايي شرکت «ماهان سپهر» ته په کرايه ورکړل شوې او له تېرې يوې مياشتې راهيسې مخ پټي وسله وال له ايرانه عراق ته لېږدوي.

قيس حسن نن د ولسي جرګې غونډې ته وويل، چې د اريانا هوايي شرکت رييس نصير احمد حکيمي له خپلې کورنۍ سره امريکا ته تښتېدلی دی.

د ولسي جرګې وکيل وايي، چې دغه افغان الوتکه د ايران له مشهد ښاره د عراق بغداد، نجف او نورو ښارونو ته جنګيالي لېږدوي او د يوې خوا الوتکې کرايه لس زره امريکايي ډالر ده.

ښاغلی حسن زياتوي، چې ايراني هوايي شرکت له دغې الوتکې ناقانونه استفاده کوي او پيلوټانو ته د سپارليو او سامان د پلټنې اجازه نه ورکوي.

د ولسي جرګې وکيل د اريانا هوايي شرکت د پيلوټانو له قوله وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې هره ورځ له ايرانه عراق ته مخ پټي کسان لېږدوي.

قيس حسن او د ولسي جرګې يو بل وکيل عبدالقادر ځاځی وايي، چې دوی د اريانا هوايي شرکت له رييسه څو څو ځل غوښتنه وکړه، چې د مواصلاتو او مخابراتو کميسيون ته د ځواب لپاره حاضر شي، مګر نوموړي د وکيلانو غوښتنې بابېزه وګڼلې او اوس له خپلې کورنۍ سره امريکا ته تښتېدلی دی.

قيس حسن نن په داسې وخت کې ولسي جرګې ته وينا کوله، چې د ترانسپورټ وزير محمدالله بتاش او د اريانا هوايي شرکت اداري رييس هم غونډه کې حاضر وو.

«امنيتي ارګانونه بايد د پېښې جدي پلټنه وکړي او په دغه قضيه کې دخيل کسان ژر تر ژره محکمې ته معرفي کړي.»

د ترانسپورټ وزير او د اريانا هوايي شرکت اداري رييس ايراني شرکت سره دغه ډول تړون ناقانونه وباله او زياته يې کړه، چې په پېښه ککړ کسان بايد سزا وويني او دوی به هغه کسان محکمې ته ور وپېژني، چې دغه تړون يې لاسليک کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

ورکه ډنګ ،

محمد داود شینواری

چیری به وتختئ ؟
ده نن دنیا دیره وره ده.
وبخشئ پشتو Android فونت نلرم.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x