نړۍ

ترکیی په سوریه کی خپل سفارت بند کړ

turkey-embassy(نن ټکی اسیا مارچ۲۶/۲۰۱۲) دترکیی دبهرنیوچارو  وزارت له لوري په یوه خبره شوي اعلامیه کی ویل شوی دی چی هیواد یی په سوریی دترینګلوحالاتو له کبله سفارت تړلی دي.
دترکیی دلومړي وزیر سلاکار ارشادهرمزلود له خبري رسنیو سره دخبروپروخت وویل، هیواد یی په سوریه کی خپل سفارت تړلی دي، نوموړي زیاته کړه هیوادیی له وړاندی لادغه پریکړه کړی وه چي سوریه کی دی دترکیی سفارت و تړل شي.

دفرانسی خبري اژانس دخبرپه حواله چی وایی نن ددوشنبي له ورځي څخه دترکیی سفارت په سوریه کي ټولي چاري په ټپه ودرولي، خبرزیاتوي چی دسوریی هیواد دحلب په ښارکی به دترکیی قونصلګري خپلی چاري په عادی توګه په مخه بیایی.
له بلی خوا څخه بیا دترکیی په پلازمینه اسطنبول کی دسوریی حکومت مخالفي ډلي سره راټولي شوي ترڅو ټولي ډلي په ګټه سره دیوي متحدي جبهي جوړیدو باندی کومي پایله ته ورسیږي،په تورکیه کي دسوریی دملي شورای رئیس محمد سرمني له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، دسوریی دحکومت مخالفي ډلي اسطنبول کی ددي لپاره سره راټولی شوی دي ترڅو دبشارالاسد دحکومت دراپرزولو لپاره ټولي ډلي همغږي اوهم موټي شي.
له بله لوري  دسوریی دکړکیچ دهواري لپاه دملګرو ملتونو له لخواڅخه ټاکل شوی استاځي کوفی عنان نن روسیی ته رسیدلي دي، ترڅو دروسیی ولسمشر سره په ګډه په سوریه کي  دروان کړکیچ دحل لپاره کوم لاره ولټوي ، دروسیی لومړي وزیرهم نن له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل چی دسوریی دکړکیچ دحل لپاره به دکوفي عنان هڅي اخیرنی هڅي وي، نوموړي په سوریه کی دکوفي عنان له لوري روانی هڅی وستایلي اودهررنګه هکاري ژمنه یی ورسره وکړه.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x