نظــر

شـــــــــاباش طالبانــــــــو!

محمدامین بســــــــمل

محمد امین بسمل
محمد امین بسمل

زماخطاب هغو رښتینو طالبانو ته دی کومو، چې په یو لاس کې پاک قران اوپه بل لاس کې وسله لرله، زماخطاب هغو اتلو طالبانوته دی کومو، چې دګران اوواحد افغانستان واحد بیرغ دآموپه غاړه ورپاوه، زماخطاب هغو طالبانو ته دی کومو، چې دګران هیواد ملي ناموث او د هرافغـان فردي ناموث په خپله سرښندنه ساتلی و.

هــــــــو!

زه طالب نه یم خو دطالبانو په پورتنیو ویاړونو ما ویاړل او ویاړم البته زه اکثرأ دطالب په نوم ټکول شوی هم یم حتی یو وطنفروش ژورنالست خوپه یوه لیکنه کې په ما دجرمني د طالب نوم هم ایښی و.

په هرصورت کاروان تیریږي او سپي غپیږي اوس راځم خپلې لیکنې ته.

که ستاسو زما هغه لیکنه په یاد وي دکومې، چې سرلیک (طالبـانوته بهترینه موقع برابره شــوې ده) و اودسږکال اپریل میاشتې په ۲۵مه نيټه مې د رسنیو له لارې ستاسو خدمت ته وړاندې کړې وه نو باور به مو دطالبانو په سیاسي درایت او پوځي وړتیا نور هم زیات شي.

ما په هغه لیکنه کې داسې مهمو حیاتي، سیاسي اوپوځي نوښتونو ته اشاره کړې وه کوم، چې د مـی په میاشت کې طالبانو پیل او دا لړۍ یې همداسې بریالۍ ساتلې ده.

هلته ما په ټینګار سره دا یادونه کړې وه، چې ستاسو دبریالیتوب لپاره تربل هرڅه مهم سیمیز ملاتړ او همغږي ده.

له نېکه مرغه طالبانو په خورا غښتلتوب سره په دوبۍ ، ایران او ناروي کې سیاسي ګامونه پورته کړل.

له پوځي پلوه خویې هغه ده په سترګو وینئ، چې دکابل اجیرې ملېشې اوګوډاګیان یې په سوړو ننیستلي دي ځکه خو زه طالبانو ته شاباش وایم.

لکه کلونه کلونه مې چې له مختلیفو راډیويي اوتلویزیوني رسنیو څخه په طالبانو غږ کړی و بیا یې هم تکراروم، چې لاس په لاس لګیږي ماناستاسومخامخ خبرې یوازې له امریکایانوسره بایدترسره شي نه دهغوی له ګوډاګیانو سره.

دا چې تاسو له یوشمېر غیردولتي کسانو سره ناستې لرلې یا به یې ولرئ داښه خبره ده خو پام چې دا د یوې نیمې لسیزې ګټلي تاریخي ویاړونه له لاسه ورنه کړئ.

که تاسو هغه طالبان یاست کومو، چې دنړۍ له ۴۸ ملکونو سره په بري سره مقابله وکړه او کوئ یې نودابه دشرم ځای وي، چې تاسو د هغوی له ګوډاګیانو سره په تېره بیا ددې غبرګ سري او ټیټ سري حکومت؟! له لشمه کیانو سره دخبرو په مېز کښېنئ.

زه په تکرار سره وایم، چې ستاسوبری زموږ د ولس اوسیمې په ګټه دی سیمه وال هم اوس په همدې باوري شوي خو تاسو یې باید نور هم درخپل کړئ.

څه پروا لري که تاسو دهند تشویش رفع کړئ آیا له روسانو څخه دخپل بري لپاره ګټه اخیستل به ګناه ولري؟

که ګناه لري نو داسلام ځینې ټیکدارانو ولې روسانو ته غېږ پرانیستې او په عین وخت کې دانګریزانو غولانځې هم زبېښي.

ما چې د روسانو یرغل تل محکوم کړی او محکوموم یې هم داســې مې دنننیو نابللو اشغال هم محکوم کړی او نفرین پرې وایم خو یوازې په نفرین وېیلو او محکومولو کار نه ترسره کیږي عملي ګامونه په کاردي څه چې ما کولای شول او یایې کولای شم هغه تر ولسه د حـق غږ رسول دي دا کار مې دخپل سر په بیه کړی او کوم یې.

موږټول افغانان مسؤلیت لرو، چې ترهرڅه لمړی دملي یووالي په اړوند کوټلي ګامونه واخلو، ګاونډیان را خپل او لاسوهنې یې بندې کړو دا هغه څه دي چې د یوې سالمې ادارې په صورت کې ښــه ترسره کېدای شي نواوس دداسې یوې ادارې رامینځ ته کول ستاسو په سیاسي او پوځي وړتیا پورې اړه لري.

دښمن په زاریو نه تسلیمېږي بلکې نور هم زړور کیږي.

دلاندني لینک په کښېباسلو سره زما مخکینۍ لیکنه لوستلی شئ.
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20930

دیو خپلواک اوهوسا افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ایوبی

بسمل صیب!
په ګوتو مو برکته شه! له خپلواک ضمیر نه د قربان شم الله تعالی د تل تاند او هڅاند لره، الله د وکړي چی ستاسې له میړانې څخه هغه پلورل شوي لیکوالان هم عبرت واخلي او لږ غیرت پکې را پيداشي چی تل یی حقایق پټ کړي دی او د صلیبیانو په چوپړ کی پراته دي هر وخت یی د اسلام او هیواد په مقابل کې د یهودو سره یو ځای سنګر نیولی دی.

ذبیح الله

که د دومره کامیابیو سره دغه یوه حامي خپله ومنۍ چې باید د حزب اسلامي مجاهدینو ته لاس ورکړۍ او کبر پرې ونکړۍ ځکه هغوی هم د روس خلاف او هم د ۴۸ غربی هیوادونو په خلاف ښه په غیرت او میړانه تر خپل آخري وسې پورې صرف د الله ج د رضا لپاره جهاد کړی ، دا وخت د مرورتیا نده زمونږ څخه تاسو ته هر څه ښه معلوم دي چې د نړۍ په مسلمانانو باندې څه حال روان دی ، که په رښتیا هم د الله عزوجل د رضا لپاره جهاد کوۍ نو بیا د همغه عرش مالک… نور لوستل »

جرس

دروند ورور بسمل صیب ستاپه څير بادرک لوستي اودازادضمير،ایمان اوافغانيت لرونکي رښتيني افغانان چي اجيره اوبې ضميره ميډياپيې ه ښه نوم نه يادوي،نن الحمدلله هم دننه اوهم دباندي يولوي اکثريت دی،زړه مه اچوه دپردو دمزدورانو ددولت اومافيايي کړيو اصلي څيره نړئ اوملت په څرګنديدو ده، اودطالب منطق ددیموکراسي پیداوارو مدني ټولنوهم ومانه

حنيف

بسمل صيب دخبلي ليكني او دزان صفتونه كري او دا ليكوال سره نه خايي, او وايي جي زه طالب نه يم البته دطالبانو په پورتنیو ویاړونو ما ویاړل او ویاړم البته زه اکثرأ دطالب په نوم ټکول شوی هم یم, ته طالب سه ته وايي؟ كه طالب مجاهد او دكفارو به مقابل كي يو اتل ته وايي نو ته به رختيا هم طالب نه يي, زكه تا به يو دز هم به كافر نه وي كري, قلاري به جرته به كوم ارام ملك كي مزي او جرجي كوي, او بل ستا شكل دطالب نه دي, زكه طالب كيره نه خريي,… نور لوستل »

عبیدالله

که رشتیا هم طالب مجاهدین اسلامی ورورولۍ غواړی نو مهاریاني دې وکړي اول دی هغه جهادیان پر ځان راټول کړی چی اوس هم د کفارو په کلکه مخالفت کوي ، بیا به مونږ ددوی سیاست ومنو چې والله د بهرنیانو تر اثر لاندې نه بلکې په واک او اختیار دي او رشتیا هم اسلامي ورورولۍ او امت راټولول يې لمړنۍ غوښتنه ده. هیله ده چې تبصره مې خپره شی نه چې د بیان د آزادۍ په نوم يي او صرف هغه څه خپروي چې ددوۍ تندی پرې نه ګونځې کیږي . د الله ج پر ځمکه د الله ج د… نور لوستل »

ذبیح الله

چې په تبصره کې الله مه کړه نه د اسلام توهین شوی وي ، نه د کوم شخص سپکاوی ، او نه هم داسې پکې څه لیکل شوي وي چې هغه دې د افغان ولس او یا ټول امت په ضرر او نقصان وي نو بیا ولې بلکې هر څه د دې معکوس وي او د مسلمانانو اتحاد ته رابلل وي ……. ولې تبصره ړنګه او نا نشر نشي؟؟؟؟؟؟؟؟؟ الحمدالله مجاهدین خو د آزادیت او خپل اختیاریت دعوه هم کوي نو بیا دې داسې کوي ؟؟؟؟؟؟ یعنې اوس مجاهدین هم الله مکړه دوکه او دوکه بازي کوي ؟؟؟؟ په خپلو… نور لوستل »

اتل

بسمیل صاحب الله.ج.دی داسی خپل واک اومسلمان لیکوال راته ژوندی لری اوپردین دی قائم اودائم لری

HAKIM KHAM

I WOULD JUST SAY THAT FIGHTING IN THE WORLD IS JUST UPON ECONOMIC RESOURCES AND POLITICS POWERS ISSUES SO THE MENTIONING THAT ISLAM IS JUST WITH TALIBAN NO BUT ISLAM IS THE PRACTICES OF MASSENGER SENT TO THE WORLD IT IS NOTED THAT I AM ONLY TO SAY THAT PEOPLE AND NATIONAL LEAGUES IN AFGHANISTAN ARE JUST TO DISORDER AND DETORAITE THIS COUNTRY HISTORY SINCE 38 YEARS BUT CLAIM THE DETERMINANTS ARE TALIBAN NO NO NO NO THEY ARE ALSO DETERMINANT I WISH PEACE AND SECURITY ALLOVER THE WORLD ,NEVERTHELESS PEACE IS NOT COMING EXCEPT ANY CONCEPT SUCH AS ISLAM… نور لوستل »

محمودالغزنوی

حزب اسلامی دیرغل په لومړی ورځ وفات سوانالله واناالیه راجعون،،ګدی یی سلامی حزب ته په میراث پاته سوه کوم چی خواره واره أوشیندلی په مزدوره اداره کی خیټی پیایی ،أوس یی نوپه میړانه جنګیدونکی جهادیان ته راوښیه،أوهغه یرغل ګرهم راوښیه چی دسلامی حزب خیټپالانوګزارورباندی کړی،فانصف ولاتستبدبرأیک الناقصة

الحاج استاذ بیانزی

د محمد امین صاحب لیکنی ټولی ښکلی او له حقایقو ډکی او په ډیرو ښکلو او ادبی لنډو جملو کی یی ډیر مسایل نغښتی دی کشکی مونږ نورو هم د ده په شان وړتیا لرلی ، مګر یوه نیوکه یی په اخری نوم ( بسمل ) لرم کوم چه د ده د مشرانو انتخاب وو مګر دی کولی شی چه سم یی کړی ، بسمل د بسم الله نیمایی برخه ده ، نه یواځی بی معنی بلکه د الله نوم نیمایی کول به مناسب نه وی خدای دی وکړی چه دا محترم ورور زما دی نیوکی ته متوجه او عمل… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د لیکنی اصلی موضع باندی باندی زما څیړنه : لمر په دوه ګوتو نه پټیږی ، د طالبانو په میړانه یی که دشمنان اعتراف کوی مونږ څوک یو چه انکار تری وکړو ، هغه دشمن چه پرون یی د مخامخ خبرو د پاره مناسب نه ګڼل بوش ( دجال ) به ویل چه د دوی سره خبری کول د دوی په رسمیت پيژندل دی ، نن نه یواځی د خبرو د پاره ورسره لیواله بلکه د خبرو کولو د پاره ورته نور هیوادونه واسطه کوی او کله ورته د یوه او بل ادرس څخه کنفرانسونه جوړوی چه د دوی سره… نور لوستل »

خالد

الحاج استاذ بیانزی صاحب او محمودالغزنوی صاحب د الله تعالی مونږ او تاسو باندې خپل فضل کرم او احسان ده چې د حق لارې فدایانو او سرښندونکو سره میه يې زمونږ په زړونو کې اچولې ددې لوی احسان معلومات به مونږ ته د محشر پر ورځ کیږي ، د چا چې له چا سره مینه ي د همغو سره به پاڅیږي. لیکن زه حیران دې ته یم چې ځینې ورونه خو ددې دعوه کوي چې د کلیمةالاعلاء له پاره جهاد کوي او یا ددې لارې جنګیالیو سره د زړه له تله مینه لري که دا هر څه د الله له… نور لوستل »

خالد

کله چې حزب اسلامي د اسلامي امارت سره د یو ځای کیدو نیت درلود ولې اسلامي امارت پرینښود ؟ د ځینو کسانو څخه مې اوریدلي چې د تنظیمي جنګونو په وخت کې د حزبیان او حرکتیانو جنګ وه نو هغه وخت کې د ملانصرالله منصور نومیده حرکتی قومندان وژل شوی وه بیا د طالبانو په راتګ سره د نوموړی ملا ځوی اسلامي امارت سره يوځای شو د بیعت وخت کې حزب اسلامي هم یو ایهت راولیږه چې د نموړي ملا د ځوی له خوا يې مخالفت وشو او مشر ملا صاحب ته یې د ګوند څخه د بیلیدو اختار ورکړ… نور لوستل »

مطیع الله

-الله ج دې مجاهدینو ته بریا ورکړی او هم دې په اتفاق کې کړی که چیرته مجاهدین په اتفاق نشی نو دښمنان به الله مه کړه په هیواد کې د دغې نوی زیږیدلی فتنې (داعش) په واسطه د طالب او نورو مجاهدینو مخه ډب کړي لکه د سرشاهي په کان منطقه کې چې تیره هفته وشول.

kadir mohmand

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! جناب محترم و دوست عزیز محمد امین خان و برادران که واقعاٌ روی درد و احساس ایمان خود اظهار تشویش میکنند، باید ما وشما به مقاومت ملی مجاهدین/طالبان/ملت اعتماد نمائیم که مفاومت ان شاءالله به هيچ حلقه مفسد و بي بندوبار که به ارزشهای اسلامی ایمان نداشته باشند، کدام معامله صورت نه خواهند نمود، باید گفت که هر اقدام مفاومت در چهار چوب رهنمود های دینی صورت خواهد گرفت، ملاقات ها با هموطنان فریب خورده و کسانی که ایمان ندارند، یا به درجه آخر مفسد هستند، در شریعت ممنوع نیست، خصوصاٌ در صورت که مقاومت… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

اصلی موضع چه خالد صاخب یی په اړه تشویش لری هغه د حزب اسلامی د امارت اسلامی سره نه ګډون یا نه یووالی په اړه ، تر هغی چه زه معلومات لرم په لاندی ډول انشالله ورته ولیکم : لمړی : خالد صاحب فرمایی ، چه که د حزب اسلامی ځینی ځلک غلامی اداری سره یوځای شوی لکه هلال ، غیرت ، ارغندیوال ، صباوون او نور دا د حزب اسلامی ګناه نه ده د اسلامی امارت څخه هم ډیر کسان حکومت سره یوځای شوی دی . څواب : ستاسی خبره سمه ده ، د اسلامی امارت څخه دوه ډوله… نور لوستل »

Back to top button
16
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x