د نن سرلیکنه

ګډ حکومت ولي د خوست د ولسي خلګو پر وژنه غبرګون نه ښیي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د جمعې په ورځ یوځل بیا امریکایې پیلوټه الوتکو د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د جنازې مراسم په نښه او ۳۴ ولسي کسان ووژل.

په خوست کې د جنازې پر مراسمو باندې د امریکايي بي پلوټه الوتکو وحشیانه برید د سیمي عیني شاهدانو او په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د استازيو لخوا هم تصدیق شوی دی.

د پیښې قربانیانو او همداراز په ولسي جرګه کې د خوست د خلګو استازي ښاغلي حیدرجان نعیم زوی د ګډ حکومت له چارواکو وغوښتل چې د یادې پیښې لپاره دي رسمي پلاوی وټاکي تر څو له امریکایانو څخه د دغه وحشیانه برید او په هغه کې د وژل شویو قومي مشرانو او کلیوالو د وژلو پوښتنه وکړي.

د حامد کرزي په مشرۍ د تیر حکومت په مهال به هم امریکایانو دا ډول د افغانانو د غم او ښادي پر مراسمو بمباري کولې چې له امله يي په زرګونه افغانان مړه او ژوبل شول، خو هغه مهال به د وخت حکومت د امریکایانو په مقابل کې د ولسي حساسیت د کمولو په خاطر د رسمې اعلامیو په ترڅ کې د پیښو غندنه کوله .

د ګډ حکومت په راتلو سره یې له چارواکو څخه د هماغه عادي غندلو جرئت او صلاحیت هم سلب کړای شوی او دا دی ټول ولس ولیدل چې امریکایانو په رڼا ورځ په خوست کې ولسي خلګ او قومي متنفذین د جنازې د لمانځه پر مهال شهیدان کړل خو حکومت د امریکایانو د دغه وحشیانه عمل د شفاهي غندلو جرئت هم نشي کولای.

د امریکایانو د جنایت په مقابل کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني بیوسي له دې څخه ښه څرګندیږي چې نوموړي په خپلې رسمې ویب پاڼې کې د دایکونډي ولایت د ترافیکي پیښې له کبله د لسو ولسي وګړو پر وژل کیدو د خواخوږۍ او تاثر پیغام خپور کړ ، خو په خوست ولایت کې یې د امریکایانو له لاسه د ۳۴ خوستیانو د شهادت په اړه بیا ګونګه روژه نیولې.

ګډ حکومت چې له راتلو سره سم یې په هیواد کې پر نورو ګډوډيو سر بیره د امریکایانو د بي پلوټه الوتکو په بریدونو کې د ولسي خلګو وژنه هم بي کچې زیاته شوې.

امریکایان په داسې حال کې د ولسي خلګو د وژلو د دغه جنایت ته دوام ورکوي چې وار تر له مخه یې د امنیتي تړون په ترڅ کې د قضايي مصؤنیت په پلمه له ګډ حکومت څخه د ځان د برائت لیکلی سند ترلاسه کړی. هغوی که د خوست د پیښې په څیر د هیواد په هره برخه کې په لسګونو ځله همداسې دجنازي او یا هم د خوښۍ مراسم په نښه او په لسګونو کسان ووژني ګډ حکومت او د هغه هیڅ اداري او قضايي مقام د دې صلاحیت نه لري چې د امریکایانو د دغه وحشت مخنیوی وکړي اویا دې د هغوي جنایت و غندي.

که ریښتیاهم د ګډ حکومت مشران د ولس په رأیو واک ته رسیدلي او ټاکل شوي وي نو هغوی دي په خوست کې له امریکایانو څخه د ۳۴ ولسي وګړو د وژل کیدو پوښتنه وکړي چې هغوی یې ولي او په کوم جرم ووژل؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وطن له ناموس ګران دی نو چې څوک په اشغالګرو او cia خپل ناموس ددالرو
په مقابل کې خرڅوي نو هغه داولسي وګړو مرګ او ژوبله څه کوي!
دا خرڅ شوي فاسدين تر اشغالګرو نور چټل دي ، لعنت دخدای دې پر دوی
وي!

pattang

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x