fbpx
عدالت او پرمختګ د ترکیې په ۵۵۰کسیز پارلمان کې د ۲۵۶څوکیو په ګټو بریالی شو

ترکیې پارلماني ټاکنې: عدالت او پرمختګ ګوند تر ټولو زیاتې رایې وګټلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیې د پرونیو پارلماني ټاکنو وروستیو پایلو وښوده چې د عدالت او پرمختګ ګوند تر سیالو ګوندونو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي دي. دغه ګوند چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې په دغه هېواد کې واکمن دی، د څلورم ځل لپاره یې پارلماني ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلي.

د ترکیې لومړي وزیر، احمد داوود اوغلو له بریا وروسته ولس ته وینا کې وویل، د ټاکنو پایلو یو ځل بیا وښوده چې د عدالت او پرمختګ ګوند د ملت د «ملا تیر» دی. اوغلو ډاډ ورکړ چې د ترکیې د امنیت او ټیکاو لپاره به له هر اقدامه کار واخلي.

که څه هم د عدالت او پرمختګ ګوند د ترکیې په ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې، ۴۰،۱۸سلنه ترلاسه کړي؛ خو نه شي کولای په یوازې سر حکومت تشکیل کړي.

عدالت او پرمختګ د ترکیې په ۵۵۰کسیز پارلمان کې د ۲۵۶څوکیو په ګټو بریالی شو. د کردستان پلوي ګوند  ۱۳،۱۹ رایې ګټلي، چې ۷۰څوکۍ کېږي، په لومړي ځل پارلمان ته لار مومي. د کردستان پلوي ګوند د اردوګان په ابتکار له مذاکراتو وروسته پرېښوول شو چې ټاکنو کې برخه واخلي.

په دویم مقام کې د خلکو جمهوري ګوند دی چې ۲۵،۲۳سلنه رایې يې ترلاسه کړې چې ۱۳۳ څوکۍ کېږي. نشنلست خوځښت بیا ۱۶،۴۸سلنه رایې خپلې کړې چې ۸۲څوکۍ کېږی.

ولسمشر اردوګان به د عدالت او پرمختګ ګوند ته امر کوي چې د پنځه څلوېښت ورځو په اوږدو کې ایتلافي حکومت تشکیل کړي.

که اوسنی پارلمان د ټاکنو پایلې ونه مني، ولسمشر کولای شي نوې ټاکنې راوغواړي.

د عدالت او پرمختګ ګوند چې له ۲۰۰۲ راهیسې په ترکیه کې واکمن دی تر دې دمه څلور عمومي او درې محلي ټاکني او دوه ځلې يې ټولپوښتنې ګټلي دي. پخوانی لومړی وزیر، اردوګان تېر کال اګست کې ولسمشریزې ټاکنې هم وګټلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د