نظــر

طالبان او وروستۍ دیپلوماتیکې بریاوې

ډاکټر کمال مرجان

په دې وروستیو کې خصوصاً د سږ کال پسرلنیو عملیاتو (عزم) له پیل څخه راپدېخوا طالبان که د جګړې په ډګر کې تر بل هر وخته پیاوړي شوي دي، په دیپلوماتیک ډګر کې هم تر پخوا ډېر فعال شوي. د طالبانو وروستي دیپلوماتیک حرکات د هر څارونکي پام ځان ته اړوي. بهرنیو هېوادونو ته سفرونه، نړیوالو ناستو کې ګډون، د سیمې هېوادونو ته تګ راتګونه، د افغانستان په قضیه کې دخیلو جهتونو ته د خپل پیغام رسولو لپاره ناستې او خبرې هغه حرکتونه دي، چې د دې ډلې د مقاومت په څوارلسو کلونو کې نه و لیدل شوي.

سږ کال هم د اشرف غني ګډ حکومت د سولې غږونه کوي هم یې د سولې شورا. له دې غږونو سره طالبان هم فعاله شوي دي. تر کومه زه معلومات لرم، د طالبانو وروستي دیپلوماتیک مانورونه د اشرف غني له غږونو سره کومه مستقیمه رابطه نه لري، بلکه حتی د غني د مانورونو جوابي هڅې ښکاري.

کله چې اشرف غني حکومت تشکیل کړ، فکر يي کاوه چې طالبان به ده سره خبرو ته کېني. اګرچه طالبانو د کمپاین په وخت کې غني ته واضحه خبره کړې وه چې امریکا سره تړون امضا نه کړي. خو اشرف غني د سوګند په سبا تړون په عجله امضا کړ. دې ننګینې امضا ته یې حنیف اتمر زر انتخاب کړ او بیا یې تړون پرې امضا کړ. د اشرف غني دې عجولانه کار که د سولې دروازې وتړلې، د ده په باره کې يې هم پخواني قضاوتونه بدل کړل.

پګواش غونډه

د تېرې مۍ میاشتې په ۲ او ۳ تاریخ د قطر په هېواد کې د طالبان یوه شل کسیز هیئت د پګواش کاناډايي بنیاد له خوا راغوښتل شوي کانفرانس کې شرکت وکړ. په دې کانفرانس کې د سولې شورا په نمایندګۍ معصوم ستانکزی هم و. خو دا نور ټول په غیررسمي توګه ناست وو. یواځې طالبان ول چې د خپل حرکت رسمي نمایندګۍ حق یې درلود.

د پګواش په ناسته کې طالبانو د امریکایانو په ډېرو هغو تبلیغاتو د بطلان کرښه راکاږله چې د دوی په اړه يې ویل چې ګواکې د ښځو حقونه او تعلیم نه مني او داسې نور افواهات. کله چې له غونډې وروسته د طالبانو وینا نشر شوه، ټولو افغانانو ته یې ډېر په زړه پوري نقاط درلودل. په غونډه کې شریکې ملالۍ شینوارې د طالبانو د دریځ په باره کې مطبوعاتو سره په زړه پورې خبرې وکړې.

د پګواش په ناسته کې حکومت سخته دیپلوماتیکي ماته وخوړه. ځکه بیا د سولې شورا اعلان وکړ چې د دوی استازي په غیررسمي ډول ناست دي. د حکومت له وارخطايۍ دا هم ښکاري چې د پګواش په ناسته کې يې د طالبانو خبرې مکمل رد کړې. د ولس له خوا د طالبانو د خبرو هرکلی او د حکومت له خوا یې رد په خپله د حکومت لپاره سیاسي شکست و.

افغانانو سره غير رسمي لیدنې

د پګواش له ناستې وروسته روانه هفته طالبان په عین وخت کې دوه ځایه په خبرو بوخت وو. د ناروې پلازمېنه اسلو او د اماراتو په دوبۍ کې يې له مستقلو افغان شخصیتونو سره خبرې اترې کړي. طالبانو چې کله د پګواش د ناستې مثبتې نتیجې ولیدې، دې ناستو او خبرو ته یې ډېر زور ورکړ. جالبه دا ده چې په دغو ناستو کې که د سولې شورا کوم غړی هم ګډون کوي، د ده ګډون غیر رسمي وي.

په دغو غیر رسمي ناستو کې طالبان کولای شي په ډېرې اسانۍ سره خپل پیغام مستقلو شخصیتونو ته ورسوي. مستقل شخصیتونه چې اکثر یې اهل خبره وي بیا دغه پیغام له ولس او رسنیو سره شریکوي. حکومت او د سولې شورا د دغو غیر رسمي ناستو په اړه ډېر وارخطا دي. ځکه حکومت عملاً ګوري چې ابتکار د عمل یې له لاسه ورکړي او د لوبې کنټرول طالبانو په خپل لاس کې نیولی. حکومت یوې ناستې ته امیدواره و او هغه هم د چین په اورمچي کې وو. هلته پاکستان څو تنه مجبور طالبان چې اوس یې د حرکت په چوکاټ کومې خاصې وظیفې هم نه لرلې هلته یوړل چې د اشرف غني حکومت وغولوي. خو اوس د غني حکومت هم پوه شوی چې پاکستان ورسره دوکه کوي. د غني له سکوت څخه یې مایوسي ښه معلومېږی.

طالبان او ابتکار د عمل

یو خو دغه غونډې کولای شي د طالبانو دریځ په ډېر وضاحت او شفافیت سره تر ولس او نړۍ پورې ورسوي. له بلې خوا د طالبانو دغسې ناستې دوی ته ابتکار د عمل په لاس کې ورکوي او د هغو لوبو مخنیوي کوي چې څوک د دوی په نامه وکړي. د طالبانو د یپلوماتیکي فعالیت یو عامل دا هم دی چې پاکستان د ۲۰۱۵ له شروع راهیسې د طالبانو له خوا اشرف غني سره ژمني کوي او امتیازات پرې اخلي. اګرچه طالبانو بار بار هغه نمایشي ناستو سره خپله رابطه رد کړې ده، خو ځینې خلک بیا هم کوشش کوي چې وښيي چې طالبان د پاکستان تر تاثیر لاندې دي.

کله چې طالبانو ابتکار د عمل په خپل لاس کې ونیو، د پاکستان لخوا په لاره اچول شوو لوبو او عناصرو خپل ارزښت له لاسه ورکړ. یو وخت به ځینو هغو کسانو په خبرو کې برخ اخیسته چې له طالبانو څخه یې پخوا لارې بېلې کړي دي، بیا به مطبوعاتو راواخیسته چې طالبانو خبرې وکړې. د افغانستان حکومت او پاکستان به له دې نمایشونو خپلې استفادې کولې. اوس چې طالبان خپله دیپلوماتیک میدان ته راوتلي دي، او ابتکار یې په خپل لاس کې نیولی دی، د دغسې لوبو او سیاسي تجارتونو مخه یې ونیوله. اوس څوک د پاکستان په لوبو نه غولېږي.

د ګډحکومت تخریبي عمل

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډ حکومت هم دننه له سختي امنیتي ماتې سره مخ دي او په سیاسي لحاظ په نړۍ او سیمه کې منزوي دي. د اشرف غني ښو ښو خبرو ته څوک تر اخره غوږ نه شي نیولی. که څوک دوی سره کومه سیاسي موافقه کوي، ترې عمل غواړي او عمل کې بیا دا دواړه ډاکټران پړ دي. په داخل کې یوازې امنیتي شکست نه دی، حکومت بیا په حکومت کې دننه د اخ و ډب ښکار دی.

حکومت چې ګوري طالبان مخکې شول، ملاقاتونه او سیاسي لیدنې کتنې کوي، کوشش کوي چې د دغو ابتکارونو مخنیوی وکړي. اتمر کله قطر ته ولاړشي او کله غني خوله خلاصه کړي او مطبوعاتو ته هر څه ووايي. خو اوس هر څه معلوم شوي.

د طالبانو بریا او پرمختګ، هم په سیاسي برخه کې او په نظامي کې، دواړه ښه معلوم دي. له دې کامیابیو څوک سترګې نه شي پټولای. د اشرف غني حکومت تخریبي هڅې اوس په مایوسۍ بدلې شوي دي. د دغو هڅو لنډمهاله مطبوعاتي اغېز وه چې اوس یې هغه هم له لاسه ورکړي.

ګډ حکومت سره خبرې وشي؟

بعضي په دې عقیده دي چې طالبان باید یواځې امریکایانو سره خبرې ونه کړي، بلکه ګډ حکومت سره هم خپلو خبرو ته دوام ورکړي. اول خو ګډ حکومت سره ناسته د دې بې کفایته حکومت په رسمیت پېژندل دي. چې دا د طالبانو په ګټه نه ده.

بله مهمه ستونزه دا ده چې ګډ حکومت کې ګډوډي ده. اوسنی حکومت داسې نه دی چې یوه خوله وي او یو یې موقف وي. په دې حکومت کې د غني ویاند، د عبدالله یاند، د محقق ویاند، د دوستم ویاند او همداسې د هر یوه ویاند ځان ته ځان ته موقفونه او فرمایشونه لري. طالبان په جګړه کې هسې هم کامیاب دي او دا خلک ولس څوارلس کاله ولیدل. تر دوی بې کفایته خلک د افغانستان په تاریخ کې نه و تېر شوي. که طالب دوی سره کېني یا دوی سره معامله کوي دا به د افغانستان له روان مقاومت سره خیانت وي. دوی سره ناسته نه یواځي چې ګټه نه لري بلکه د طالب لوړ دریځ ته هم نقص رسوي.

که طالب حکومت سره کېني، داسې بې حیثیته به شي لکه ځینې ډلې چې شوې. تر اوسه چې چا له ګډ حکومت سره خبرې کړي څه ګټه یې کړې ده؟ د دې سوال په ځواب کې طالب ته ښه درسونه شته. همدا درسونه او عبرتونه ورته کافي دي. ځکه نو باید طالب خپلو مستقلو ناستو او له مستقلو جهتونو سره خبرو ته دوام ورکړي او ګډ حکومت همداسې منزوي پرېږدي.
راتلونکی د چا دی؟

د طالبانو د مقاومت دوام او توسعه ښيي چې دوی سره ولس ملګری دی. که ولس نه وای نو دوی یوه ورځ هم روان مقاومت ته دوام نشوای ورکولی. د طالبانو د نظامي مقاومت دوام او فشار تر ډیره په ولس دی. د طالبان پناه ځای، ډوډۍ او حتی لګښت ورته ولس ورکوي. له بلې خوا د ګډ حکومت ناکامي او بې کاري چې ولس ګوري طالبانو ته یې میلان نور هم زیات شي. د طالبانو له خوا ولس سره نرمښت او له ځینو خبرو تېرېدل دوی په ولس کې نور هم خواږه کړي دي. له دې ټولو سره د طالبانو دیپلوماتیکي کامیابیو ولس ته ډېرې هیلې وربښلي. ځکه د داسې بې کفایته ګډ حکومت په دوام کې د هېڅ افغان خیر نه شته.

افغانان چې کله د طالبانو اهلیت او درایت ویني د خپل هېواد راتلونکی ورته ډېر امیدوارکوونکی ښکاري.

د ولس دغه امیدواري طالب ته ده، ولس نن طالب سره دی، ځکه نو سبا هم د طالب ده!

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x