نړۍ

امريکا پر غزه د اسراييلي بريدونو ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا متحده ايالتونو يو ځل بيا پر غزه د اسرييلي بريدونو او بمباريو ملاتړ اعلان کړ او دا بريدونو يې د اسراييلو دفاعي حق وباله.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ايرنسټ، چې بارک اوباما سره المان ته تللی، رسنيو ته وويل، چې امريکا په ډېره څرګنده توګه پر غزه د اسراييلي بريدونو ملاتړ کوي او دا بريدونه يې د اسراييلو دفاعي حق بللی دی.

له تېرو څو ورځو راهيسې اسراييلي ښکېلاکګر وخت پر وخت د غزې پر بېلابېلو سيمو بمبارۍ کوي او وايي، چې له غزې پر دوی راکټي بريدونه کيږي او دوی يې په غبرګون کې پر غزه د بمبارۍ حق لري.

تېره ورځ هم اسراييلي الوتکو د حماس جهادي غورځنګ پر مرکزونو بمبارۍ کړي، مګر څه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

د اسراييلو دفاع وزارت منلې، چې جنګي الوتکو يې تېره ورځ د حماس نظامي څانګې «القسام» پر مرکز وروسته له هغې بمبار وکړ، چې د غزې له لوري د اسراييلو سويل کې توغنديز بريدونه وشول.

اسلامي دولت پورې تړلې ډلې پر اسراييلو د راکټي بريد مسؤوليت منلی دی.

د پېښو څارونکي وايي، چې اسلامي دولت ډلې پورې تړلي جنګيالي په لوی لاس پر اسراييلو بې هدفه بريدونه کوي او غواړي، چې د اسراييلو غبرګون را وپاروي او اسراييلي ښکېلاکګر بيا د غزې پر ولسي خلکو بريدونه کوي.

اسراييلي ښکېلاګر له تېرو څو لسيزو د فلسطين پر بې دفاع ولس ظلمونه، بمبارۍ او وسله وال بريدونه کوي، امريکا، اروپا او نړيواله ټولنه د فلسطينيانو پر ځای د اسرييلو پټه او څرګنده پلوي کوي او سره له دې، چې اسراييل هېڅ بشري او نړيوالو قوانينو ته ژمن نه دي، بيا هم په نړيواله ټولنه او رسنيو داسې څوک اغېزمن نه موندل کيږي، چې پر اسراييلو نيوکې وکړي.

وتلی برتانوی ژورناليست او د عربي چارو کارپوه رابرټ فيسک وايي، چې فلسطينيان له څو کالو راهيسې د خپلو حقونو او عدالت لپاره منډې ترړې وهي، مګر د دوی په حق کې د ګڼو پرېکړو سربېره هم اسراييل د دوی غوښتنې نه مني.
د رابرټ فيسک له نظره هر عاقل فلسطينی بايد د تېرو څو کالو پرېکړې او منډې ترړې مخته کيږدي او د نړيوالې ټولنې له پرېکړو او مرستو نهيلي شي، مګر فلسطيني چارواکي لا هم په خپل ذلت او رسوايي نه دي او هر وخت اسراييلو سره د نړيوال قانون په مرسته د شخړو د پای ته رسولو تمه کوي.

فيسک وايي: دا عربان ولې نه پوهيږي؟

رابرټ فيسک د فلسطيني چارواکو هغو غوښتنو ته اشاره کړې، چې د خپل هېواد حقونه او ازادي له ملګرو ملتونو او امنيت شورا غواړي او امريکا يې مخالفت کوي او هغه مالي مرستې، چې فلسطيني حکومت ته ورکول کيږي او د امريکا له لوري بندې شوي دي.

همدا رنګه هغه اتيا ميليونه ډالر ماليه، چې اسراييلو له فلسطينيانو نيولې، هم د امريکا په خوښه او سلا يې نيولې ده.

ليکوال د امريکا له لوري امنيت شورا کې د فلسطيني چارواکو غوښتنې د ويټو په اړه ليکلي، چې ۱۹۷۵م کال راهيسې ۴۰ ځله امريکا امنيت شورا کې د فلسطين پر ضد رايه ورکړې ده.

د ليکوال په وينا تاريخ دا ثابته کړې، چې امريکا او اسراييلو په ګډه تل فلسطينان ټکولي دي.

رابرټ فيسک زیاتوي، چې فلسطيني چارواکي بايد خپلې غوښتنې د مذاکراتو او نړيوالې ټولنې په مرسته ونه غواړي، ځکه چې امريکا، اروپا او ګرده نړيواله ټولنه د اسراييلو تر تاثير لاندې ده او هره پرېکړه او ګام د اسراييلو په امر او مشوره اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد نیازی

یاني داعش یواځي او یواځې غواړي چې مسلمانان ووژني؟!!

شهاب

مونژ نه پوهیژو چه دا زمونژ مسلمانان سومره سادگان دی دوی لاتراوسه امریکا نه پیژنی اسراییل سوک ده دا خو امریکاده چه اسراییل دی او دا زمونژ غلام حکومتونه چه له هغوی دخیرتمه کوی زه خو وایم دا نن چه په اسلامی نری کی کوم مشکل ده دا تول د فلسطین دمشکل دوام ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x