افغانستان

فراه: بالابولک ولسوالۍ کې د امنیتي شرکت پنځه تنه ساتونکي وژل شوي دي

privete security gaurdsنن ټکی آسیا: نن د فراه ولایت د بالا بولک په ولسوالۍ کې د وسلوالو کسانو په برید کې د یو امنیتي شرکت پنځه تنه ساتونکي وژل شوي دي.
د فراه ولایت د امنیت قومندانۍ د امنیت امر محمد غوث ملیار رسنیو ته ویلي چي نن مازیګر په سیمه ایز وخت د پنځو بجو او دیرشو دقیقو په شاوخوا کې طالبانو د بالا بولک ولسوالۍ اړوند د دیزک په سیمه کې پر یوه ودانۍ وسلوال برید وکړ، چي له کبله یې په ودانۍ کې موجود پنځه تنه چي ټول د یو امنیتي شرکت ساتونکي وه، ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x