ټولنیزه برخه

په بدرنګه ښځې قناعت او صبر

لیکوال: حامد افغان

د کورني ژوند جنت ګرځولو په اړه ګټوره کیسه

ابو عثمان النیسابوري (230 هـ/ 298 هـ) رحمه الله د دریمي پیړۍ لوی محدث او صوفي تیر شوی دی، امام الذهبي رحمه الله وایي: ابو عثمان د خراسانيانو له پاره داسي دی لکه جنید د عراقیانو له پاره، له ده نه چا پوښتنه وکړه: ستا په ژوند کې ستا غوره عمل کوم ده؟ ده ورته وویل: زه چې ځوان وم کوروالو مې واده راته کاوه ما به منعه کول، یو وخت یوه ښځه راغله راته ویې ویل: زه په تا مینه یم، په الله مې لوبتلی یې واده راسره وکړه، پلار مې راوغوښت هغه ډېر غریب سړی و او له لور سره مې واده وکړ.

کله چې ورسره یوځای شوم هغه په یوه سترګه ړنده او بله یې کږه وه او سخته بدرنګه وه، خو له ماسره یې دومره مینه وه چې له کوره به یې بهر ته نه پرېښودلم، ما به هم د هغې زړه ساته، نه مې خپه کوله، او په دې مې هم نه پوهوله چې ماته خوند نه راکوي، او زه به چې ورسره ناست وم دومره به راته سخته وه لکه په سکروټو چې ناست یم، بیخي زیاته کرکه مې ورنه کیدله، خو دا ټوله کرکه مې له هغې پټوله او هغه مې خوشاله لرله.

پنځلس کاله ژوند مې په سکروټو تیر کړ، پنځلس کاله وروسته هغه مړه شوه، دومره اوږده موده مې چې د هغې زړه خوشاله ساتلی و امید لرم دا عمل به مې الله منلی وي او د اخرت په ورځ به مې د نجات سبب وګرځي، صید الخاطر لابن الجوزي رحمه الله .مخ: 405.

په ژوند کې د ټولو هیلو تر سره کیدل ناشونی کار ده، او د ډېرو خلکو همدا د ژوند لویه هیله (واده) هم پخپل تبیت ترسره نه شي، او انساني نفس ډېر زیات حریص دی، داسي هم پیښیږي چې د یو چا میرمن په ډېرو اړخونو کې پوره میرمن وي خو د ده زړه بیا هم پرې قانع نه وي، نو د داسي خلکو له پاره د امام ابو عثمان النیساپوري رحمه الله دا په زړه پوري کیسه له پندونو او عبرتونو ډکه ده، او باید د الله په نوم له هغه سره تړلي بنده (میرمن) باندي مهربانه واوسي، د هغې زړه باید وساتل شي او که فرضاً له هغې سره یې د زړه په تل کې مینه نه وی هم باید هغې ته وښيي چې مینه ورسره لري. دا راز دا نصیحت کټمټ هغو میرمنو ته هم ده چې ميړونه یې کمزوري او بدرنګه وي، د بدرنګو ښځو ميړونه/د بدرنګو ميړونو ښځي که زموږ په دې کیسه او له هغې نه ترلاسه شوې پایله باندي غور او عمل وکړي کورنی ژوند به یې خامخا تغیر او ښایسته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اونخیوال وردګ

دیر ښه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x