شعـــــرونه

تش په نوم ځلمو ته…

شاعر: عبيدالله “ملكزي”

هو هو همدا تاته وايم؟

تش په نامه زلميه دلته راشه

ته خبر نه يې نن ما څه راوړي

زه د كولال په دكانه تيريدم

زما نظر په يو منګي ولږید

همدم مې مخې ته هم ته ودريدې

پرون د مات منګي چڼډې پرتې وې

چا راته ويل دا د پلاني زلمي دی

ستا د كودر سره بې حده مينه

په هره ورځ د مازديګر تګونه

ددي سبب شو چې منګی درواخلم

• • • •

ته خبر نه يې نن ما څه راوڑي؟

د ښار په ګرم يو بازار مې لار وه

پكې سُرخي كجل پوډر پراته وه

بيا مي هم نيغ مخې ته، ته ودريدې

پرون دې مخ داسې سپيره ښکاريده

شونډو دې هم نري پتري نيولي

د خپل هم مثله انڈيوالو مينځ كې

ځان درته بدې ښكاريده، شرميدې

نو ستا رانجه، پوډر، سُرخي، سفيده

فكر مي وكړ ختم شوي به وي

راشه دا واخله ما پوره راوڑي

ستا په نامه ما نن ډیر څه راوړي

• • • •

ته خبر نه يې نن ما څه راوړي؟

ددې بازار په هغه بر كونجك كې

د يو سپين ګيري د شملو دكان وو

پكي وړی غټې پګرۍ پرتې وې

ويل مېراشه يوه پګړۍ درواخلم

او كه دا نه وي بيا خولۍ درواخلم

زه لا په دې فكر كې تلم راتلمه

چي ناګهان مې شا دكان ته شوله

ترينه يو څو قدمه وروسته راغلم

ويل مي څله لونګۍ اخلې ورته

هغه خولۍ او پكول نه پيژني

نه ورته ځان ورباندې ښہ ښكاريږي

نو اوس مې سور شال دی راوړی تاته

په ډيره مينه مې نيولی تاته

زلميه واخله دا سور شال په سر كړہ

ګودر ته نور ستر پرده كې درومه

ګيره دې نشته نه يې ته پريږدې

خلك به فكر د جلۍ دروكړي

د پښتو ملك دی څوك پيغور رانكړي

د پښتو ملك دی څوك پيغور رانكړي

۲۰۱۵/۱/۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x