خبرونهنړۍ

د ايران په يو هوټل کې ۳ سعوديان په زهرو وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي رسنيو خبر ورکړ چې ۳ هيوادوال يې د ايران په مشهد ښار کې د زهرو په توسط وژل شوي دي.

پېښه تېره ورځ رامنځته شوې.

د خبرونو په اساس سعوديان د ايران مشهد ښار ته د ديني مرکزونو د ليدنې په موخه تللي وو.

ياد کسان په يو هوټل کې له ډوډۍ وروسته مسموم شوي وو چې روغتون له رسولو وړاندې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور تر علاج لاندي دي.

ويل کېږي په مسموم شويو کې ماشومان هم شامل دي.

په ايران کې د سعودي قونصل عبدالله الحمراني رسنيو ته ويلي چې د پېښي تحقيقات يې پيل کړي دي.

نوموړي ويلي د پېښي په اړه له هوټل، روغتون او سيمه ييزو چارواکو د راپور په اخيستلو بوخت دي، تر څو معلومه کړي ياد کسان ولي او د کومې مادې په خوړلو مسموم شوي دي.

د مشهد پوليسو د هوټل کارکونکي نيولي او هوټل يې بند کړی دی.

تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده شوې چې سعوديان د هوټل او که له دوی سره د ساتونکو او ژباړونکو لخوا مسموم شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x