افغانستان

تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ دادوخېلو سيمه کې د يوې موسسې يو شمېر ماين پاکان تښتول شوي وو او تېره ورځ ناوخته بېرته خوشې شول.

د لوګر ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د هالو ټرسټ موسسې نهه غړي تېره ورځ ناڅرګندو وسله والو تښتولي وو او د ځايي قوموي مخورو په غوښتنه او منځګړيتوب راخوشې شوي دي.

د لوګر ولايت وياند دين محمد دروېش د نهو ماين پاکانو د خوشې کېدو پخلی کوي، مګر د خوشې کېدو په اړه يې رسنيو ته تفصيلي معلومات ورنه کړل.

د ښاغلي دين محمد په وينا هالو ټرسټ ماين پاکۍ موسسه له تېرو دوو کالو راهيسې لوګر ولايت کې فعاليت کوي او تر اوسه د دغې موسسې پر کارګرانو څلور وارې بريدونه شوي دي.

د لوګر ولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزی وايي، چې څه موده وړاندې مس عينک سيمه کې هم د هالو ټرسټ موسسې په کارګرانو بريد شوی و، چې له امله يې د دغې موسسې دولس غړي وژل شوي وو.

د روان کال غوايي مياشت کې پکتيا ولايت کې نهه ماين پاکان تښتول شوي وه او څو ورځې وورسته خوشې شول.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x