افغانستان

د افغاني عسکر په ډزو یو بل بهرنی عسکر ووژل شو

army injured in afghanistanنن ټکی آسیا: نن د افغاني عسکر په ډزو یو بل بهرنی عسکر وژل شوی دی.
د تفصیلاتو سره سم نن په کابل کې د بهرنیو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړه شو، چي د ایساف یو سرتیری د افغانستان په ختیځه برخه کې د یو افغان سیمه ایز پولیس په ډزو  ووژل شو.
په خبرپاڼه کې نور تفصیل نه دی ورکړه شوی، خو ویلي چي د افغاني عسکر له خوا دغه برید هغه مهال تر سره شو، کله چي بهرني سرتیري د افغان سیمه ایزو پولیسو امنیتي پوستې ته نیژدې ورسیدل.

د پيښي نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي، خو په خبرپاڼه کې ویل شوي چي دا پيښه هم د افغان او ایتلافي ځواکونو تر تحقیقاتو لاندي ده.
باید وویل شي چي نن د ایساف د یوې بلي خبرپاڼي پر اساس خبر راغلی وو، چي د افغانستان په جنوبي برخه کې هم د یو افغاني عسکر په ډزو سره دوه بهرني عسکر ووژل شول.
که څه هم په خبرپاڼه کې د ځای تعیین نه وو شوی، خو ځینو سرچینو خبر ورکړی وو، چي پيښه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د پي آر ټي په مرکز کي دننه را منځته شوې وه.

باید وویل شي چي په دې سره نن په افغانستان کې د ایساف د خبرپاڼو پر اساس درې تنه بهرني عسکر یوازي د افغاني عسکرو له خوا ووژل شول، چي په ډاګه دا څرګندوي چي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ضد د نفرت کچه څومره لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x