
کیدی شي روسیه او قطر د نړیوال جام کوربه توب له لاسه ورکړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د فوټبال نړیواله اداره په مالي فساد تورنیږي چې له همدې امله د دغې ادارې نوی ټاکل شوی مشر هم استعفا ورکړه.
دومنیکو اسکالا د فیفا نړیوالې ادارې یو چګپوړی چارواکی رسنیو ته د مالي فساد په اړه وویل چې که چیرې داسې شواهد ترلاسه شي چې روسیه او قطر د نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کولو لپاره د دغې ادارې مشرانو ته رشوت ورکړی وي نو دغه هیوادونه به د ۲۰۱۸ز او ۲۰۲۲ز نړیوال جام کوربه توب له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د دغې ادارې د پنځم ځل لپاره ټاکل شوی مشر سپ بلاټر یوه ورځ وروسته له ټاکل کیدو استعفا وکړه او د دغې ادارې ځینې چګپوړي چارواکي د مالي فساد په تور په مختلفو هیوادونو کې د پولیسو لخوا ونیول شول.
دومنیکو اسکالا په دې اړه رسنیو ته وویل:« که چیرې داسې شواهد ترلاسه شي چې د نړیوال جام کوربه توب د دغې ادارې مشرانو او نور جګپوړي چاوراکي ته د رشوت او پیسې ورکولو له امله قطر او روسيي ته ورکړل شوی وي نو په هغې صورت کې به دغه پریکړه لغوه شي.»
اسکالا ټینګار وکړ چې تر دې مهاله په دغو دوو برخو کې د مالي فساد په اړه هیڅ ډول شواهد شتون نه لري او دغه اداره کوښښ کوي چې دغې برخې کې خپلو څیړنو ته ادامه ورکړي.
څو ورځې وړاندې هم د فوټبال نړیوالې ادارې اووه چګپوړي چارواکي د مالي فساد په تور د جرمني په زوریخ ښار کې د پولیسو لخوا ونیول شول.
د فیفا ادارې نیول شوي کسان د هغو ۱۴ کسانو له ډلې څخه دی چې د امریکايي محکمې لخوا په مالي فساد تورن شوي. دغو ۱۴ کسانو تیرو ۲۴ کلونو کې ۱۵۰ میلیونه ډالره د رشوت په ډول ترلاسه کړي.