افغانستان

کندهار: طالبانو ته وفادارو اربکيانو د پوستې ۵ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې دوه اربکیان وروسته له هغه طالبانو سره یوځای شول چې د خپلې پوستې پنځه ملګري یې په ډزو ووژل.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د برید پر مهال د دوی جنګیالي مخکې له مخکې د پوستې شاوخوا د تیارسۍ په حالت کې ولاړ وو او دواړه اربکیان روغ رمټ له دوی سره یوځای شول.

طالبان وايي چې «نفوذي اربکیانو یوه دهشکه، یو ثقیل، یو راکټ او ۲ کلاشنکوفونه هم له ځان سره وروړي دي».

حکومتي چارواکو د خپلې پالیسۍ له مخې د دغه برید په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د عزم په نامه د طالبانو د سږنیو پسرلني عملیاتو له پیل راهیسې ګډ حکومت ټولو رسنیو ته امر کړی چې د عامه مورال د ساتنې په موخه د طالبانو د بریدونو او پرمختګونو له نشرولو ډډه وکړي.

په وروستیو میاشتو کې د افغان ځواکونو له مینځه په افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي، چې د پوځي کارپوهانو په باور د ملکي تلفاتو د مخنیوي او په افغان ځواکونو کې د مورال ځپنې خورا اغیزمن تاکتیک دی.

طالبانو د خپلو نفوذي بریدونو په مټ په افغان عسکرو کې د بې باوري فضا غښتلې کړې، چې ښايي د عسکرو له لیکو د ډله ییزې تېښتې یو علت هم همدا وي.

داسې باورونه شته چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او اربکیانو په لیکو کې ګڼ شمیر نفوذي طالبان ننوتلي چې له یوې خوا طالبانو سره معلوماتي همکاري کوي او د دې تر څنګ د نفوذي بریدونو لپاره د غوښنو اهدافو په انتظار شپې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x