افغانستان

کابل: سلګونو محصلینو د برما مسلمانانو په ننګه لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د کابل څو پوهنتونونو سلګونو محصلينو نن له غرمې وړاندې د برمايي مسلمانانو په ملاتړ او بودايي حکومت پر ضد مظاهره وکړه.

د مظاهرې ويناوالو د بودايانو له لوري د بې دفاع مسلمانانو وژل په سختو ټکو وغندل، د ملګرو ملتونو په ګډون يې د نړيوالو بشري ټولنو سترګې پټول هم په کلکه وغندل.

د مظاهرې ويناوالو له ملګرو ملتونو، بشري ټولنو او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د برمايي مسلمانانو په ټولوژنه خپله خاموشي پای ته ورسوي او د بودايانو د ظلمونو په کلکه مخنيوی وکړي.

« که د برما بودايي حکومت خپل ظلمونه او د مسلمانانو ټولوژنې پای ته ورنه رسوي، نو د پوهنتونونو محصلين او مسلمان ځوانان به د بودايي حکومت پر ضد به وسله وال جهاد پيل کړي.»

تېره ورځ د ګډ حکومت بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو برما کې د بودايانو له لوري د مسلمانانو ټولوژنه غندلې وه او له ملګرو ملتونو يې په دې اړه د جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

تېره ورځ پاکستاني حکومت هم د برما مظلمو مسلمانانو سره د مرستو لپاره يو کميسيون وټاکه او اعلان يې وکړ، چې د برمايي مسلمانانو د ټولوژنې قضيه به د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې راپورته کوي.

د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان پر ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د برمايي مسلمانانو په ټول وژنې سترګې پټې نه کړي او د بودايانو له لوري د مسلمانانو د ټولوژنې د سمدستي د بندولو غوښتنه يې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x