نظــر

د ښوونځي زنګ

zang-madrasaهر کال د وری په دوهمه نېټه موږ د هېواد او ولایتونو په کچه د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت د ښوونځي زنګ کړنګوو. دا د ښوونځي د زنګ کړنګول څه مفهوم لري؟ آیا دا یوازې سمبولیک او رواجي عمل دي، که نه کوم ځانګړی پیغام لري؟ د انسان کړنه دهغه د زړه او فکر د پرېکړې زېږنده ده. که چیري د انسان فکر، دماغ او زړه سالم وي، کړني به یې هرو مرو د هماغه فکر په محور را څرخي. فکر د زمانی دغوښتنو سره نوښتونه، کړنلارې او تګلارې ټاکي. هر هغه کړنلاره او تګلاره چې د زمانی غوښتنو ته په کتو د هغې ستونزې حل نکړي، نیمګړي او بیکاره ده.

یوه زمانه وه چې توره، ټوپک، مټ، غوښین او مست آس، زولنۍ، زور واک او هدف ته د رسېدو وسیله وه.  افغانان تل ددغو تګلارو په استعمال کې ډېر ښه ځلېدلي دي. اما واک ته له رسېدو سره سره یې واک نه دی ساتلي او ولس یې نه دی رهبري کړي. لاملونه یې دولس په منځ کې د سیاست، حکومتی مدیریت او رهبریت کمزوري وه.

دخوځنده سیاست، مدیریت او رهبریت پر وړاندې زموږ په فکرونو او زړونو د بې سوادۍ، تربګنۍ، اختلاف، حسد، غربت، ناوړه دودونو، شکنو، او یوازې د خاندان د خولۍ د ویاړلو په لومو کې د راګېرېدو زنګ او خیري پروت دی. دښوونځي زنګ موږ ته دا پیغام را کوي چې راځۍ له خپلو زړونو او فکرونو څخه هغه ټول زنګونه! او خیري لیرې کړو چې حکومت، مخالفین او ولس د سیاست، مدیریت او رهبریت له معاصري تګلارې او کړنلارې څخه منع کوي او دا یوازې او یوازې په واړه او غټ، نر او ښځه د عصر د غوښتنو سره سم د هر ډول زده کړي کول دي.  هر څوک چې زموږ د اولادونو د زده کړي پر وړاندې تر هر نامه لاندې  ولو که ظاهري بڼه یي اسلامي او ملي هم وي، غواړي زموږ د اولادونو فکرونه او زړونه تل د جهالت په زنګ! ککړ کړي او یا غواړي په ځنګلي فیصلو ولس مقهور کړي. راځۍ دغه ټولې زړې تګلارې او زنګونه د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره نوی کړو ترڅو د نوو ګواښونو چې ولس ورسره مخ دی، کیمیایي علاج وکړو!

محمد حلیم فدایي، د میدان وردګو والي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x