ټکنالوژي

د مایکروسافټ نوی سمارټ فون د سترګو په وسیله خلاصیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): په دې وروځو کې د سمارټ فون کاروونکي د نوی ټکنالوژي په لټه کې دي. د سمارټ فون کاروونکي هغو سمارټ فونونو ته زړه ښه کوي چې نوی او خاص اپشن ولري.

د کاروونکو جذبولو لپاره د سمارټ فون مختلفې کمپنۍ ځینې مختلف اپشنونه معرفي کوي. لومړۍ په سمارټ فون کې شته معلومات او فایلونو ساتلو لپاره په سمارټ فون کې پاسورډ معرفي شو چې دغه پاسورډ د وخت له تیریدو سره د ګوتې نښې اسکنر ته بدل شو.

د یوې مودې لپاره د ګوتې نښې پیژندوونکی اسکنر کې مختلفې کمپنۍ رقابت وکړ خو اوس مختلفې کمپنۍ غواړي د پاسورډ او ګوتې نښې پر ځای په سمارټ فونونو کې د سترګو اسکنر معرفي کړي.

د یوې پیژندل شوې ویب پاڼې ایو لیکس (Evleaks) د راپور پر بنسټ د مایکروسافټ راتلوونکي دوه سمارټ فونونه چې لومیا ۹۴۰ ایکس ایل (Lumia 940 XL) او لومیا ۹۴۰ (Lumia 940) نومول شوي داسې سېنسر لري چې د سترګو په وسیله کلپ او بیرته خلاصیږي.

دغه پاڼه چې د مختلفو کمپنیو معلومات افشا کولو کې ځانګړی شهرت او مهارت لري ویلي چې مایکروسافټ کمپنۍ خپل د سمارټ فون دغه ټکنالوژي او اپشن سیټي مېن (Cityman) نومولی کوم چې د سترګول له عنبيي څخه پاسورډ اخلي.

مایکروسافټ کمپنۍ په وینډوز ۱۰ کې د مایکروسافټ هیلو (Microsoft Hello) سیسټم هم د همدې موخې لپاره ډیزاین کړی. د دغې ټکنالوژۍ په مرسته کاروونکو کولی شي چې خپل دګوتې نښه یا سترګې عنبيه د پاسورډ په ډول استعمال کړي.

د نوکیا لومیا چې اوس د مایکروسافټ لومیا په نوم یادیږي کاروونکي له اوږدې مودې څخه د دغو سمارټ فونونو یو بل پیاوړی سمارټ فون وړاندې کیدو په تمه دي او اوس به معلومه شي چې مایکروسافټ تر کوم حد خپل د کاروونکو هیلې په پوره کولو بریالی کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x