نړۍ

رابرټ بېلز: د جګړو له امله مې بشري همدردي او کرامت بايللی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان او عراق امريکايي جګړو کې ګډون کوونکی او د کندهار پنجوايي کې د ۲۲ افغانانو قاتل امريکايي عسکر وايي، چې د جګړو له امله يې انساني او بشري همدردي او کرامت بايللی دی.

دغه امريکايي عسکر رابرټ بېلز نوميږي او د ۲۰۱۲ز کال مارچ کې يې د کندهار پنجوايي ولسوالۍ زنګاوات کلي کې په توره شپه کې د يوې کورنۍ ۲۲ تنه ووژل.
دغه امريکايي عسکر د ۲۲ افغانانو له وژنې درې اونۍ وروسته امريکا ته ولېږدول شو او امريکايي محکمې په ټول عمر بند محکوم کړ.

امريکايي ورځپاڼې «دي نيوز ټريبيون» ليکلي، چې رابرټ بېلز د يو ليک په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو غوښتي، چې د ده ابدي بند پرېکړه دې بدله شي او د ده په بند کې دې کمی راشي.

امريکايي ورځپاڼه زياتوي، چې په اتو مخونو کې ليکل شوي ليک کې راغلي، چې لس کاله پرله پسې جګړو او وحشتونو د ده انساني کرامت له منځه وړی او د لسو کالو پرله پسې جګړو کې ده ته هر ډول وحشت، وژنې او ترور يوه عادي خبره برېښېده او اوس له دوو کالو بند وروسته پوهيږي، چې د ده کړنې له وحشته ډکې او د زغملو نه وې.

د امريکايي پوځ وياند وايي، چې ډګر جنرال سټيفن لانزا د رابرټ بېلز غوښتنه رد کړې او له هغې وروسته نوموړي پوځي محکمې ته عريضه کړې او کېدای شي پوځي محکمه د نوموړي غوښتنې په اړه فکر وکړي.

دغه امريکايي بريدمن د ۲۰۱۲ز کال مارچ مياشت کې د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ زنګاوات کلي د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۲۲ غړي وژلي وو.

له دغې پېښې وروسته د هېواد په لر و بر کې افغانانو د بهرنيو عسکرو او په ځانګړې توګه د دغې پېښې پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل کړې، چې بالاخره امريکايي عسکر اړ شول، چې دغه عسکر محاکمه کړي.

د ۲۰۱۳ز کال د اګست په ۲۳مه نېټه د واشنګټن يوې محکمې بريدمن بېلز په ټول عمر بند محکوم کړ.

د محکمې له پرېکړې وروسته رابرټ بېلز په خپل جرم اقرار وکړ او ويې ويل، چې دی هغه مهال په نشه کې و او په خپل وحشي عمل نه دی پوه شوی.

دغه امريکايي بريدمن اوس له چارواکو غوښتي، چې امريکايي لس کلنې جګړې د ده کړنې وحشي کړي وې او دی اوس پوهيږي، چې يرغمل شوي ملتونه او نړۍ له امريکا کرکه کوي او دغه دوه کلن بند موده کې دی پر دې خبره پوه شوی، چې پخوانی نظامي ژوند يې له وحشته ډک او د زغملو نه و.

«دي نيوز ټريبيون» د رابرټ بېلز هغه ليکونه هم خپاره کړي، چې نومړي د عراق او افغانستان جګړې پر مهال خپلې ښځې، کورنۍ او دوستانو ته لېږلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا هسی د نړیوالو پام پلی خوا ته اړول دی ، لمړی ، د امریکا او ناتو د سپټمیر د هغه فاجعی له امله چه دوی خپله رامنځته کړی وه ، زمونږ په هیواد ناروا ، مغرورانه او وحشی یرغل وکړو ، د هر عسکر وژنه د امریکا د ټول حکومت او نړیوال ټیم وژنه ده ، که دوی په دومره لوی حیثیت دومره لویه فاجعه رامنځته کولی شی چه څه کم دری زره خپل بیګناه شهریان پکی قربانی کوی ( دغه شمیره هم غلطه ده ) د غچ اخستنی له امله یی خپل او زمونږ نور غریبان نظامی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x