نړۍ

په افغانستان کي درواني جګړي په اړه دامریکني اولس دمخالفت کچه لوړه شوی ده

WESTWELLING (نن ټکی اسیا مارچ ۲۷/۲۰۱۲) یوي نوي ټول پوښتني چي په دی وروستیو کی په امریکا کی د(NYT) ویب سایټ له لوري ترسره شوی ده ښیی چي په امریکا کی ۶۹٪ سلنه خلګ غواړي چی هیواد یی باید نور دافغانستان له جګړي څخه لاس په سرشي، له اوسني ټول پوښتنی څخه څلور میاشتي مخکی یوه بله سروی هم په افغانستان دامریکي یرغل په اړه ترسره شوی وه چی هغه وخت یواځي ۵۳٪ په سلوکي خلګو په افغانستان کي دامریکي دجنګ مخالفت کاوه.

ویل کیږي دمخالفت کونکو کچه هغه وخت زیاته شوه کله چی امریکني اولس دخپل هیواد دسیاسي او عسکري چارواکو اخیرني څرګندوني واوریدلي او دغه اولس ته څرګنده شوه چی افغانستان کی جګړه کوم لورته روانه ده.

له خلګو څخه دپوښتنو پروخت مالومه شوه چی ۶۸ په سلوکی خلګو په څرګنده توګه وویل چی افغانستان کي دامریکي له خوا روانه جګړه دامریکایانو په ګټه نه بلکه دغه جګړه دیوه لوی بحران په لور روانه ده.

شنونکي وایی دمخالفت کونکو دغه اوسنۍ شمیره له هغي شمیرې څخه ډیره زیاته ده کوم چی دتیرکال نومبرپه میاشت کی ترسره شوی وه چی په هغه وخت کې یوازي ۴۲٪ سلنه امریکني وګړو په افغانستان کی دامریکایی یرغل مخالفت کاوه.

اوسني سروي چی دټلفون له لاري دمارچ له ۲۱ بیاتر۲۵ نیټي پوری دټول هیواد په کچه ترسره شوی ده، دامریکا د دوو لویو ګوندونو دواړو ډیموکراټ او جمهوریت غوښتونکو ګوندونو غړو پکی برخه اخیستي ده.

دټایم او سی بی سي خبري رسنیو په واسطه هم په دي وروستیو کی دافغانستان دجنګ په اړه ټول پوښتنه ترسره شوی وه چی دغه دواړو ټول پوښتنو کی هم دجګړي دمخالفت کونکو شمیره ډیره ښودل شوی وه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x