ورزش

بارسلونا د سویا پیاوړی لوبغاړی الکسیس ویدال جذب کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): بارسلونا لوبډلې اعلان کړی چې دغې لوبډلې د سویا شخصي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی الکسیس ویدال پیریدلی.

بارسلونا لوبډلې په یوې رسمي غونډې کې تاییده کړه چې د پنځه کلن قرارداد له امضاء کولو سره دغې لوبډلې په رسمي ډول دغه لوبغاړی جذب کړ.

الکسیس ویدال تیر اوړی د سویا شخصي لوبډلې ته لوبې پیل کړې او وتوانید د سیالیو په یو فصل کې غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

بارسلونا لوبډلې د دني الوس له راتلوونکی څخه ناهیلې ښکاري چې له همدې امله دغې لوبډلې وغوښتل د نوموړی پر ځای یو بل پیاوړی او تکړه لوبغاړی جذب کړي.

د بارسلونا لوبډلې مشران له ډیرې مودې غوښتل دغه لوبغاړی جذب کړي خو څو ورځې وړاندې وتوانیدل له الکسیس ویدال سره پنځه کلن قرارداد امضاء کړي.

الکسیس ویدال به سبا خپل روغتیايي معاینات له ترسره کولو وروسته د بارسلونا له پیاوړی او پیژندل شوی لوبډلې سره په رسمي ډول یو ځای شي.

دغه لوبغاړی د سویا شخصي لوبډلې لپاره ۴۷ لوبې کړي چې په دغو لوبو کې توانیدلی ۴ ګوله ووهي او ۱۱ پاس ګول ترسره کړي.

د ځینې قانوني بندیزونو له امله بارسلونا نه شي کولی کوم لوبغاړی خپلې لوبډلې لخوا ولوبوي نو له همدې امله ویدال به د ۲۰۱۶ز کال د جون په میاشت د بارسلونا لوبډلې لپاره لوبې پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x