د کار او پراختیا ګوند مشر، ذوالفقار امید

ذوالفقار امید: حکومت مطلق ناکام دی او هیواد د طالبانو لاس ته لویږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې طالبانو په قطر، ناروې او دوبۍ کې له ځینو مخورو افغان شخصیتونو سره مخامخ ناستې وکړې او هغوی ته یې پخپله خوله خپل دریځ او پالیسي وړاندې کړه، د یو شمیر سیاسي څیرو سختې نیوکې یې راپارولي.

د کار او پراختیا ګوند مشر «ذوالفقار امید» اندیښنه څرګندوي چې که سیاسي بهیر همداسې روان وي نو هیواد به ډیر ژر د طالبانو لاس ته ولویږي.

ذوالفقار امید طلوع تلویزون ته ویلي چې له طالبانو سره غونډې او ناستې هغوی ته امتیاز ورکوي او باید مخه یې ونیول شي.

که څه هم نوموړی مني چې په افغانستان کې د ملیونونو ډالرو په مصرف سره نړیوالو او افغان حکومت ونه شول کولای طالبان له مینځه یوسي، خو له بلې خوا ټینګار کوي چې باید طالبان د زور له لارې له پښو وغورځول شي.

ذوالفقار امید وايي چې له طالبانو سره باید له قوي موقفه خبرې وشي، ځکه چې د ده په باور، په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو سره د کتنو په نتیجه کې د هغوی مورال لوړیږي. نوموړی په بدخشان او نورو ولایاتو کې د ولسوالیو سقوط د طالبانو د لوړ مورال ښکارندوی بولي.

امید ټینګار کوي چې طالبانو ته باید موقع ورنه کړل شي چې تر ناروې او دوبۍ پورې سفرونه وکړي او افغانانو ته خپل نظر وړاندې کړي.

نوموړی وايي چې حکومت په اوسنۍ پالیسۍ کې مطلق ناکام دی، په هیواد کې ورځ تر بلې «نا امني» پراخیږي او د دولت له لیکو د تیښې کچه زیاتیږي.

ذوالفقار امید وايي چې طالبان د وروستیو ناستو او کتنو په مټ سیاسي امتیازات ترلاسه کوي، او د نظامي پرمختګونو ترڅنګ یې سیاسي فتحې هم پیل کړي. نوموړی اندیښنه څرګندوي چې «که حالات همداسې دوام وکړي نو مونږ به مطلق ناکامیږو، هیواد به مو له لاسه اوزي او طالبانو ته به یې سپارو».

نړیوالو او افغان حکومت تیر څوارلس کاله د طالبانو او ولس ترمینځ د مطبوعاتي درز په رامینځته کولو سره طالبانو ته موقع نه ده ورکړې چې خپل دریځ پخپله خوله افغانانو ته وړاندې کړي، خو په دې وروستیو کې چې طالبانو له افغان شخصیتونو سره په مخامخ ناستو کې پاموړ لاسته راوړنې درلودلي، د طالبانو دغه اقدام د هغوی په مخالفو کړیو کې د سختې نا آرامۍ لامل ګرځیدلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شمس الحق
میلمه
شمس الحق

لطف نموده به سنگر بروید .